هغه کال چې یوه ورځ په کې زیاتېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
سږ کال (۲۰۲۴) به زموږ په کالیزه کې یوه ورځ اضافه شي او د نورو کلونو په څېر د ۳۶۵ ورځو په ځای به ۳۶۶ ورځې وي.
په ایران او افغانستان کې ۱۴۰۳ لمریز کال ۳۶۶ ورځې دی او د همدې کال کب یا حوت میاشت به د ۲۹ ورځو په ځای ۳۰ ورځې وي.
دې کال ته "کبیسه" کال هم وايي.
دا اضافي ورځ د کال ترټولو لنډه میاشت کې شامله ده چې د فبروري ۲۹مه او په افغانستان کې د کب میاشتې ۳۰مه ورځ د کال کبیسه ورځ ده.
ځینې ټولنې د دې ورځې لپاره خپل دودیز او توکمیز رواجونه هم لري.
د زیږدیز کال په حساب هر څلورم کال کبیسه کال وي چې مخکې ۲۰۲۰ کال کبیسه کال و او اټکل کېږي چې راتلونکی ۲۰۲۸ کال به هم کبیسه کال وي.
خو دا قاعده یو څه استثنا هم لري چې لاندې د نړۍ له بېلابېلو څنډو راخیستل شویو رواجونو او دودونو په لړ کې توضیح کوو:
ولې موږ د کبیسه کال لرو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه جنتري یا کالیزه کې هر کال معمولا ۳۶۵ ورځې وي، ځکه چې ځمکه له لمر څخه په بشپړ ډول چورلېدو لپاره همدومره ورځو ته اړتیا لري خو اصل کې دا هغه عدد دی چې د ورځو د شمېرلو لمن یې پرې ور ټوله کړې.
په حقیقت کې ځمکه ۳۶۵.۲۴۲۱۹۰ ورځې وخت نیسي، چې د لمر شاوخوا یو بشپړ حرکت وکړي. دا ۳۶۵ ورځې، ۵ ساعته، ۴۸ دقیقې او ۵۶ ثانیې دي چې دا د ستورپوهنې کال بلل کېږي.
د ستورپوهنې کال د کلیزې کال پرتله یو څه اوږد دی، نو اضافي ساعتونه، دقیقې او ثانیې باید په پام کې ونیول شي.
د حساب له مخې کله- ناکله چې د کلیزې یا جنتري کال ته یوه ورځ اضافه کړو منظمېږي او له موسمونو سره د کال ورځې برابریږي.
کبیسه کال کوم دودونه لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کبیسه کال خپل بېلابېل دودونه او خرافات لري.
د مجردانو ورځ؛ دې ورځې ته ځینې کسان د ښځو لومړیتوب "د ښځو رجحان" هم وايي.
دا د آیرلنډ یو دود دی، چې مېرمنو ته اجازه ورکول کېږي، پر کبیسه ورځ له نارینه وو رویباري وکړي یا د واده غوښتنه ورته وړاندې کړي.
البته په نننۍ زمانه کې ښځې کولی شي د کال هره ورځ چې وغواړي له نارینه وو رویباري وکړي او د واده وړاندیز ورته وکړي.
داسې ښکاري چې یاد دود د زیږدیزې پنځمې پېړۍ ته رسیږي او داسې انګېرل کېږي چې د سنت بریجیت او سنت پاتریک له افسانو راوتلی دود دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې افسانې له مخې بریجیت پاتریک ته شکایت وکړ، چې مېرمنې باید د مېړه موندلو لپاره ډېر وخت صبر وکړي ځکه چې نارینه د واده وړاندیز یا رویبارۍ کولو کې ډېر وخت ضایع کوي.
د هغه غوښتنه دا وه، چې ښځو ته دې هم د روبیارۍ یا واده وړاندیز موقع ورکړل شي.
په ورته وخت کې هغه دودونه هم شته چې کله د ښځې لخوا نارینه ته شوی د واده وړاندیز نه منل کېږي یا رد کېږي هغه مهال ترسره کېږي.
نارینه باید همدې ښځې ته غرامت یا تاوان ورکړي چې په دې کې لاسماغوګان او د خوب جامې چې له وریښمو جوړې وي شاملې دي.
په ځینو نورو کلتورونو کې د کبیسه ورځ یوه بدبخته ورځ ده.
په یونان کې دا خبره مشهوره ده، چې په کبیسه کال کې په ځانګړي ډول کبیسه ورځ کې واده مه کوئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
دودیز باور دا دی، هغه واده چې په کبیسه کال کې پیښیږي د طلاق لامل کېږي.
په سکاټلنډ کې ځینې خلک په دې باور دي، پر کبیسه ورځ کوډګران یا جادوګران د ورانکارو چارو لپاره سره ورټولیږي.
ځینې سکاټلنډیان لا هم په دې باور دي چې د فبروري په ۲۹مه زیږون ښه شګون نه لري یا سپېره وي یعنی زیږیدلی ماشوم به ښه بخت نه لري.
خو ځینې کلتورونه مخالف نظر لري او د فبروري ۲۹مه د نیکمرغه زیږون په توګه ګڼي.
ان ځینې ستورپوهان پدې باور دي، که تاسې کبیسه ورځ کې زیږیدلی یاست، نو تاسو به ځانګړتیاوې ولرئ.
خو ولې د فبروري په میاشت کې د کبیسه ورځ ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې ولې د فبروري میاشت د کبیسه ورځې لپاره یو کوربه میاشت غوره شوې د دې رېښه د لرغوني یونان د ژولیوس سزار په جنترۍ کې موندلی شئ.
د ژولین جنتري د سزار په امر چمتو شوې وه او کبیسه کال یې درلود چې د ستورپوهنې کال سره سم برابر شي.
ان وروسته له دې چې ژولین کالیزه په ۱۵۸۲ کې د ګریګوری په کلیزه بدل شو، د فبروري په میاشت کې د کبیسه ورځ اضافه کولو دود په ځای پاتې شو.
که موږ کبیسه کال ونه لرو څه به وشي؟
که موږ کبیسه کال ونه لرو او د ستورپوهنې کال اضافي وخت په پام کې ونه نیسو، فصلونه به په تدریجي ډول له خپل ځایه واوړي.
د بېلګې په توګه د ۷۰۰ کلونو په موده کې په شمالي نیمه کره کې به د اوړي پیل له جون څخه اکتوبر ته واوړي.
د کبیسه کال یو بشپړ چاپېریالي دور یا څرخ څه ډول دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډیری خلک فکر کوي، چې په هرو څلورو کلونو کې یو کبیسه کال راځي خو تل همداسې نه وي.
دلیل یې دا دی، چې په څلور کلنه دوره کې د ستورپوهنې کال او جنتري کال ترمنځ توپیر په حقیقت کې ۲۴ ساعته نه، بلکې۲۳.۲۶۲۲۲۲ ساعته دی.
له همدې امله دا توپیر باید په پام کې ونیول شي.
قاعده دا ده، چې که یو کال په بشپړه توګه په څلورو برخو ووېشل شي او هېڅ شی پاتې نشي، هغه کبیسه کال وايي.
یوه استثنا هغه کلونه دي چې په ۱۰۰ وېشل کېږي او کبیسه کال په کې نه راځي.
په هر حال که یو کال په ۴۰۰ ووېشو بیا د کبیسه کال په کې راځي.
د اسانه کولو لپاره ځینې مثالونه وړاندې کوو.
۲۰۰۰ کال کبیسه کال و ځکه دا په ۴ او ۴۰۰ وېش وړ دی.
خو ۱۷۰۰، ۱۸۰۰ او ۱۹۰۰ په ۴ وېشل کېږي خو په ۴۰۰ نه وېشل کېږي نو کبیسه کال نه شي کېدلی.
د دې حساب له مخې بل ځل چې دا ډول کبیسه کال ته رسېږو ۲۱۰۰ کال به وي.








