تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه پر سپوږمۍ کې د 'فضايي ګاډي ټایر پنکچرېدو' مخنیوی کېدای شي؟
- Author, پایډرایګ بیلتون
- دنده, د تکنالوژۍ برخې خبریال
له نیمې پېړۍ وروسته بېرته سپوږمۍ ته د انسان ستنېدل او بیا له هغه ځایه مریخ ته رسېدل په ریښتیا د نويو ټایرونو یا له سره د (ګاډۍ) د پنځولو په مانا دي.
دا ځکه نوی نوښت دی، چې که هلته په مریخ کې ټایر پنچر شي د راستنېدو لار یې ډېره اوږده ده. فلوران مېنېګو چې فرانسه کې د مېشلېن په نامه د ټایر جوړلو د یوه شرکت مشر دی وايي: "یو څه چې باید هېڅکله ونه شي هغه د ټایر پنکچرېدل دي."
د مریخ سخت شرایط د بې پېلوټه کېریاسېټي روور (فضايي ګاډي) له تجربې معلومېږي. له ۲۰۱۲م کال یوازې یو کال وروسته د یاد روباټ شپږ سره کلک فلزي ټایرونه په ښکاره ډول شکېدلي او پنچر شوي وو.
امریکا کې د ارټېمېس په نامه د سپوږمۍ سپړنې ماموریتونه غواړي خپل ستورمزلي بېرته سپوږمۍ ته ولېږي. ښايي دا کار په ۲۰۲۷م کال کې وشي.
وروسته بیا د ارټېمېس ماموریتونه پلان لري روور یا د سپوږمۍ سپړنې بل ګرځنده روباټ سپوږمۍ ته ولېږي، چې جنوبي قطب یې وسپړي. دا سفر د ۲۰۳۰ کال لپاره پلان شوی. د ارټېمېس ستورمزلي به د اپولو ماموریتونو له ستورمزلو هم ډېر مزل وکړي.
د اپولو ماموریتونو مخکینو ستورمزلو د ۱۹۶۹م او ۱۹۷۲م کلونو ترمنځ په شپږو ماموریتونو کې هېڅکله پر سپوږمۍ له ۴۰ کیلومترو ډېر مزل نه و کړی.
سېلوېن بارتېټ چې د کلېرمانټ فېرانډ په نامه د مرکزي فرانسې په یوه ښارګوټي کې د مېشلېن په نامه د بې هوا ټایر لرونکي روباټ پروګرام مشري کوي وايي: "هدف دا دی چې په لسو کلونو کې ۱۰،۰۰۰ کیلومتره سیمه تر پوښښ لاندې راولو. "
ډاکټرسانټو پاډولا چې د علمي موادو ساینس کې يې دوکتورا کړې او د اوهایو په کلیولنډ سیمه کې د جان ګلېن په نامه څېړنیز مرکز کې د انجینئر په توګه کار کوي وايي: "موږ د لنډ وخت یا یوې اوونۍ ماموریتونو خبره نه کوو، موږ د لسیزو د دوام خبره کوو.''
د سپوږمۍ لپاره د ټکنالوژۍ جوړولو له لویو خنډونو یو د سپوږمۍ د حرارت درجه ده چې په لویه کچه لوړېږي او ټیټېږي. د سپوږمۍ په قطبي سیمو کې د حرارت درجه تر منفي۲۳۰ هم ټیټېدای شي، چې دا کټ-مټ صفر درجې ته نږدې دی او دا بیا هغه حالت دی چې اتومونه په کې نور خوځښت نشي کولی او دا د ټایرونو لپاره یوه ستونزه ده.
ډاکټر پاډولا وايي، د اتوم له خوځښت پرته ګرانه ده چې د توکي (ګرځنده روباټ) بڼه بدله او یا یې بېرته راوګرځول شي. ټایرونه باید وکولی شي په ډبرو د ختلو پر وخت خپله بڼه بدله کړي او بیا بېرته خپلې پخوانۍ بڼې ته وګرځي.
ډاکټر پاډولا وايي: "که یو ټایر خپله بڼه په دایمي ډول بدله کړي، نو بیا به په سم ډول خوځښت/حرکت نشي کولی او موږ د برېښنا پرې کېدو ستونزې لرو."
نوي روباټونه به د هغو کم وزن لرونکو روباټونو پرتله ډېر درانه بارونه وړي، چې پخوا به د اپولو په نامه ماموریت ستورمزلو په کې سفر کاوه.
هغه وایي: "راتلونکي فضايي ماموریتونه به اړ وي پر لا لویو ساینسي پلاټفورمونو او د داسې ګرځنده استوګنځایونو مزل وکړي چې ورځ تر بلې لویېږي."
دا ستونزه به بیا په مریخ کې لا لویه وي، ځکه هلته د جاذبې کچه د سپوږمۍ پرتله دوه برابره زیاته ده. د اپولو ماموریتونو په خپلو روورونو یا ګرځنده روباټونو کې له هغو ټایرونو کار اخیست چې په اوسپنه پوښل شوي او د پيانو له اوبدل شویو تارونو جوړ شوي وو، چې نږدې ۳۴ کیلومتره مزل یې کولی شو خو د هوا سخت حالات او فضايي وړانګې ربړ پرې کوي او یا یې د ښیښو په ټوټو بدلوي. اوسني فضايي بې هوا ټایرونه له اوسپنې او د لوړ کیفیت له پلاستیکه جوړېږي.
د اروپايۍ فضايي ادارې د روزالېنډ فرانکلېن په نامه ماموریت ډلې مشر پیټرو بګلیون چې غواړي په ۲۰۲۸م کال کې خپل روباټ مریخ ته ولېږي وایي: "په عمومي ډول دغو ټایرونو کې له فلز او یا هم له کاربن لرونکو توکو کار اخیستل کېږي. "
یوه هیله بخښونکې ماده نېتېنول ده چې سوچه نکل او ټایټانیم لري. اېرل پاټرېک کول چې د سمارټ یا ځیرک ټایر په نامه شرکت اجراییوي مشر دی وايي: "که دا دوه مادې سره وتړو یو داسې فلز ترې جوړېږي، چې د ربړ په څېر حرکت کوي، په بېلابېلو بڼو بدلېدی شي او تل به بېرته خپل اصلي بڼې ته راګرځي."
دی د نېتېنول مادې دا انعطافي ځانګړنه ''یو له تر ټولو په زړه پورې څه چې لیدل شوي'' بولي.
ډاکټر پاډولا وایي: ''نېتېنول یوه انقلابي ماده ده، ځکه دا فلز د حرارت له بدلون سره سم انرژي جذبوي او بېرته خوشې کوي. ښایي ان د تودوخې او یخنۍ لپاره هم خل لار ولري'' خو په مېشلېن شرکت کې ښاغلی بارتېټ فکر کوي د هغو ټایرونو د جوړېدو لپاره به د لوړ کیفیت پلاستیک ته ورته مادې کارونه غوره وي چې له مخې یې ګرځنده روباټ وکولی شي پر سپوږمۍ اوږد مزل وکړي.
بله خوا بیا د برېجېسټون په نامه د ټایر جوړلو یو بل شرکت د اوښانو د پښو تلیو ته ورته تلي جوړ کړي. اوښان نرم او داسې پرېړ تلي لري چې کولی شي د دوی وزن پر ځمکه خپور کړي او همدا بیا د دوی د پښو په شګو کې له ننوتو مخنیوی کوي.
برېجېسټون له هغوی الهام اخیستی او په خپلو ټایرونو کې یې له داسې موادو کار اخیستی چې ورته احساس لري، ځکه نازک فلزونه لري او کولی شي ځان عیار کړي.
دا انعطاف د روباټ وزن پر پراخه ساحه ویشي چې له مخې یې پر سپوږمۍ د مزل پر وخت ټایرونه په خاورو او د ډبرو ټوټو کې ونه نښلي.
مېشلېن او برېجېسټون دواړه د بېلابېلو لویو شرکتونو برخه دي. دوی به دا میاشت د وېنټوري اسټرولاب په نامه له یوه کالیفورنیايي شرکت سره یوځای خپل وړاندیزونه د ناسا په جان ګلېن مرکز کې وړاندې کوي.
تمه ده ناسا به د سږ کال په وروستیو کې پرېکړه کوي. ښایي یو وړاندیز غوره کړي او یا هم د څو وړاندیزونو ګډه ټېکنالوژي غوره کړي.
په ورته وخت کې مېشلېن د کلېرمونټ په یوه اورشیندې سیمه کې د خپل روور یا روباټ ټایرونه ازميي، ځکه د دې ځای د پوډرو په څېر خاوره د سپوږمۍ هغې ته ورته ده. برېجېسټون هم د جاپان په لوېدیځ کې د توتوري په نامه دښتي غونډیو کې ورته ازموینه کوي.
ښاغلی بارتېټ وایي اروپايي فضایي اداره (اي اېس اې) غواړي وارزوي چې کولی شي پخپله د نورو ماموریتونو لپاره روور یا ګرځنده روباټ جوړ کړي که نه. کېدی شي دا ټول کارونه د ځمکې لپاره هم ګټور وي.
ډاکټر کول چې د سویلي کالېفورنیا پوهنتون کې یې دکتورا بشپړوله د ناسا له سوداګریز پروګرام سره یوځای شو، چې پر مریخ د روورونو یا ګرځنده روباټونو د عیارېدونکو ټایرونو ځینې ټېکنالوژۍ عام بازار ته واړندې کړي.
د سږ کال یو له لومړنیو محصولاتو د بایسکل هغه ټایرونه دي چې له نکل او ټایټانیمه جوړ شوي. د هر ټایر بیه نږدې ۱۲۰ پونډه ده چې دا ترعادي ټایرونو ډېر ګران، خو ډېر دوام لرونکي هم دي.
دی سږ کال پلان لري چې د پایېدونکو موټرسایکلونو لپاره هم داسې ټایرونه جوړ کړي چې کنډ و کپر سړکونو ته مناسب وي خو د دې هر څه لپاره به د ده ارمان چې د انسانانو سپوږمۍ ته د ستنېدا ده، یوه برخه وي.
دی وايي: "نو زه کولی شم خپلو ماشومانو ته ووایم چې پورته سپوږمۍ ته وګورئ. او دوی ووايي زموږ د پلار ټایرونه پورته اسمان کې دي. "