ناسا سپوږمۍ ته د ستورمزلو استولو کې د امازون د مشر مرسته غوښتې

د امریکا فضايي ادارې ناسا پر یو بل میلیاردر هم غږ کړی، چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو استولو کې یې مرسته وکړي.

ناسا له وړاندې د ایلون ماسک له فضايي شرکت سپېس ایکس سره کار کوي، چې د سټارشیپ‌ توغندي‌ په مرسته تر ۲۰۲۵ کال پورې سپوږمکۍ یا فضایی توغندی واستوي.‌

یاد میلیاردر او ناسا په ګډه په دې کار کوي، چې وکولی شي له ځمکې سپوږمۍ ته یو توغندیز فضايي سیستم وروتوغوي.

د ناسا ادارې اوس د امازون بنسټ ایښودونکي جیف بیزوس سره هوکړه کړې، چې یوه فضايي بیړۍ ورته جوړه کړي.

د نوموړي شرکت بلو اوریجن به د دې چارې لپاره یوه وسیله جوړه کړي، چې ظاهري بڼه به یې له پخوانیو هغه یو څه توپیر لري.

ښاغلی جیف بیزوس به اوس د امریکا د فضایي صنعت له ځینو مشهورو څېرو سره اړیکې پیدا کړي او د هغوی مرسته به یې په برخه شي.

بلو اوریجن دا قرارداد له دوو نورو شرکتونو سره په سیالۍ کې ګټلی دی.

د ښاغلي بیزوس شرکت، چې په واشنګټن کې دی، د یادې هوکړې له برکته به له ناسا څخه ۳،۴ میلیارد ډالره ترلاسه کړي.

خو یاد شرکت وايي، چې پر دې پروژه له ۳،۴ میلیارد ډالرو زیاتې پیسې لګوي.

وروستی ځل سپوږمۍ ته انسان ۵۰ کاله پخوا تللی و.‌

ناسا غواړي سپوږمۍ ته یوه معلومه تل پاتې لاره پیدا کړي.

داسې وړاندوینه کېږي، چې د دوی ارټیمیس پروګرام به د سپوږمۍ پر مخ د څو اوونیو پاتې کېدو شونتیا پیدا کړي.

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې دوی وکولی شو، چې یوازې څو ورځې د سپوږمۍ پر مخ پاتې شي.

همدارنګه له سپېس اکس څخه غوښتل شوي، چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په وروستیو کې دوه ستورمزلي ‌د سپوږمۍ په سویلي قطب کې ښکته کړي او په ۲۰۲۸ کال کې بیا دا چاره تکرار کړي.

د بلو اوریجن دا توغندی یا فضايي‌ بیړۍ به ۱۶ متره اوږده وي او ۴۵ ټنه وزن به لري، چې نوم یې هم بلیو مون پرې کېښودل شوی دی.

یاده وسیله به له ارټیمیس پنځه سره سپوږمۍ ته لاړه شي.

د ناسا او جیف بیزوس دا په چټکۍ روان ماموریت به ۲۰۲۹ کال کې پای ته ورسیږي.

د بلو اوریجن شرکت مرستیال جان کولوریس وویل، سپوږمۍ ته د ستورمزلو له لیږلو دمخه به یې شرکت له انسانانو پرته په ازمایښتي ډول توغندي واستوي، چې ټول اړخونه یې وازمایل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې سپوږمۍ ته د یادې وسیلې په مرسته تر ۲۰ ټنو توکي‌ لېږدولی شي.‌