ناسا سپوږمۍ ته د توغندي توغول وځنډول

د امریکا فضايي اداره ناسا وايي چې سپوږمۍ ته یې د خپل نوي لوی توغندي "ارټيمېس" توغول ځنډولي دي. لامل یې د دې فضايي بېړۍ په یوه ماشين کې لیکي ښودل شوې ده.

ناسا پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د اوس لپاره یې د "ارټيمېس" توغول ځنډولي او په خبره یې، یو ماشين لیک شوی دی او ډله یې هڅه کوي چې په دې اړه لا نور مالومات راټول او د توغندي د توغولو بل وخت په ډاګه کړي.

د ناسا کارکوونکو مخکې هم اندېښنه لرله چې د توغندي‌په لوړه برخه کې یو چاود ښکاري خو وروسته په ډاګه شوه چې هغه د ماشين د یخولو لپاره و.

د توغندي تنظيموونکو هڅه وکړه چې د دغه شاوخوا سل متره لوی راکټ د یوه ماشین ګرمښت خپلې عادي تودوښې ته راوګرځوي.‌

تر دې مخکې ناسا ویلي وو، په بشپړ ډول چمتو دي چې سپوږمۍ ته دغه "ارټيمېس" توغندی وتوغوي.

زرګونه خلک د دې صحنې کتو لپاره فلوریډا ته رسېدلي وو

ټاکل شوې وه دغه راکټ یا توغندی د امریکا د فلورېډا ایالت د ځايي وخت له مخې نن (دوشنبه) د سهار ۸ بجې او ۳۳ دقیقې له کېنېډي فضايي مرکزه د سپوږمۍ په لور وتوغول شي.

زرګونه خلکو له بېلا بېلو سیمو د دې صحنې لیدو لپاره فلورېډا ته سفر کړی و او اوس به ناهیلي بېرته خپلو کورونو ته ستنېږی ځکه چې د بېړۍ د جوړولو چاره به وخت ونیسي.

د توغندي د بیا توغولو احتمالي وخت را روانه جمعه یاني د سپتمبر میاشتې دویمه نېټه ښودل شوې.

خو ناسا ویلي، دا په دې پورې تړلې ده چې دوی په څومره موده کې د دې فضايي‌ بېړۍ د لېږدولو توغندي ماشين بېرته داسې جوړ کړي چې بیا لیک نه شي.

دا د ناسا تر ټولو لوی او ځواکمن توغندی دی چې تر اوږده ځنډ وروسته یې سپوږمۍ ته د لېږلو تکل کړی دی خو اوس ښايي د ترمیم لپاره بېرته د کېنېډا فضايي مرکز ودانۍ ته ولېږدول شي.