د زهرې او نیمې سپوږمۍ په زړه پورې ننداره

د ستورو او سپوږمۍ د نندارې مینه‌وال د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه د یوې په زړه پورې اسماني صحنې شاهدان و. زهره (شمسي نظام کې تر لمر دویمه لېرې سیاره) د سپوږمۍ د پاسه راڅرګنده شوې وه.

دا سیاره له بریتانیا، متحدو ایالتونو، ترکیې او چین څخه له دوربین پرته په عادي‌ ډول هم د لېدو وړ وه.

زهره اکثرآ د ماښام یا د سهار ستوري په نوم یادېږي، ځکه کله چې ځلېږي په اسمان کې تر ټولو روښان "ستوری" ښکاري.

تمه ده چې روانه جنوري میاشت به د زهرې او زحل دواړه نندارې لپاره ښه میاشت وي.

که د جنورۍ د ۱۸مې پر شپه اسمان ته وګورو، نو دا دواړه سیارې به له یو بله یوازې د ۲ اعشاریه ۲ درجو په فاصله کې د لیدو وړ وي.

د سپوږمۍ او زهره دا ننداره د ډسمبر له ۲۶مې راهیسې د لیدو وړ ده او ټاکلې د جنوري تر ۱۲مې پورې دوام وکړي.