د زهرې او نیمې سپوږمۍ په زړه پورې ننداره

د عکس سرچینه، PA Media
د ستورو او سپوږمۍ د نندارې مینهوال د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه د یوې په زړه پورې اسماني صحنې شاهدان و. زهره (شمسي نظام کې تر لمر دویمه لېرې سیاره) د سپوږمۍ د پاسه راڅرګنده شوې وه.
دا سیاره له بریتانیا، متحدو ایالتونو، ترکیې او چین څخه له دوربین پرته په عادي ډول هم د لېدو وړ وه.
زهره اکثرآ د ماښام یا د سهار ستوري په نوم یادېږي، ځکه کله چې ځلېږي په اسمان کې تر ټولو روښان "ستوری" ښکاري.
تمه ده چې روانه جنوري میاشت به د زهرې او زحل دواړه نندارې لپاره ښه میاشت وي.
که د جنورۍ د ۱۸مې پر شپه اسمان ته وګورو، نو دا دواړه سیارې به له یو بله یوازې د ۲ اعشاریه ۲ درجو په فاصله کې د لیدو وړ وي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، PA Media
د سپوږمۍ او زهره دا ننداره د ډسمبر له ۲۶مې راهیسې د لیدو وړ ده او ټاکلې د جنوري تر ۱۲مې پورې دوام وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Gryning/Weather Watchers

د عکس سرچینه، Happy Chris/ Weather Watchers







