په سپوږمۍ کې کشف شوی غار ښايي د انسانانو لپاره کور شي

د عکس سرچینه، NASA
ساینس پوهانو په لومړي ځل سپوږمۍ کې یو غار کشف کړی دی.
دوی وايي دا غار لږترلږه ۱۰۰ متره ژور دی او کېدای شي د انسانانو لپاره د دایمي اډې د جوړولو لپاره یو مناسب ځای شي.
د څېړونکو په وینا ښايي دا "په سپوږمۍ کې له نا موندل شویو" پټو سلګونو غارونو یوازې یو وي.
دا مهال یو شمېر هېوادونه په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره د دایمي انساني اوسېدو لپاره سیالي کوي، خو تر هر څه وړاندې دوی باید د وړانګو، ډېرې تودوخې او له فضا د ستورمزلو د ساتنې په اړه فکر وکړي.
هېلین شرمن، لومړنۍ بریتانوۍ ستورمزلې ده، چې فضا ته یې سفر کړی. هغې بي بي سي ته ویلي، نوی کشف شوی غار د اډې لپاره یو ښه ځای ښکاري، او وړاندیز یې کړئ، چې ښايي انسانان تر راتلونکو شلو دېرشو کلونو کې د سپوږمۍ په کندو کې ژوند وکړي.
خو زیاتوي دا غار دومره ژور دی چې ستورمزلي باید د وتلو لپاره "جېټ پېک یا لفټ" وکاروي.
لورینزو بروزون او لیونارډو کاریر په ایټالیا کې د ټرینټو په پوهنتون کې د رادار په کارولو سره غار وموند او د رادار په وسیلې یې د غار دننه ځای کتلی.
دا له ځمکې په سترګو لیدل کېږي، او دا هم هغه ځای دی چې اپولو ۱۱ په ۱۹۶۹ کې پکې ښکته شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسور کاریر وايي په ځمکه کې تر ټولو نژدې مساوي غار به د اسپانیا په لانزاروټ کې د اورشیندي غارونه وي، او زیاتوي، څېړونکو د دوی د کار د یوې برخې په توګه له دغو غارونو لیدنه کړې ده.
د پروفیسور کاریر په وینا "دا واقعا په زړه پورې ده. کله چې تاسو دا کشف کړئ او تاسو دې عکسونو ته ګورئ او پوهېږئ چې تاسو د انسانیت په تاریخ کې لومړی کس یاست چې دا ګورئ."
وروسته تر هغه چې پروفیسور بروزون او پروفیسور کاریر پوه شول، غار څومره لوی دی، وروسته یې پر دې فکر وکړ چې دا په سپوږمۍ کې د اډې لپاره ښه ځای کېدای شي.
پروفیسور کاریر وايي، "په ټوله کې، په ځمکه کې ژوند په غارونو کې پیل شوی، نو دا معنی لري چې انسانان کولای شي په سپوږمۍ کې ژوند وکړي."
دا غار لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی سپړل شوی، خو څېړونکي هیله لري چې تر ځمکې لاندې رادار، کمرې یا ان روبوټونه د نقشې لپاره وکارول شي.
ساینس پوهان شاوخوا ۵۰ کاله دمخه پوه شول چې ښايي په سپوږمۍ کې غارونه وي. بیا په ۲۰۱۰ کې یوې کامرې د يوه ماموريت چې لونر ريکانسيننس اربېرټر Lunar Reconnaissance Orbiter نومطږي د کندې عکسونه واخیستل چې ساینسپوهانو فکر کاوه ښايي د غارونو د ننوتلو ښه لار وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو څېړونکي په دې نه پوهېدل چې غارونه به څومره ژور وي، یا به ونړېږي.
د پروفیسور بروزون او پروفیسور کاریر کار اوس دې پوښتنو ته ځواب ورکړی، که څه هم د غار بشپړې اندازې په اړه پوهېدو لپاره لا هم باید ډېر څه وشي.
د اروپا د فضايي ادارې همغږي کوونکي فرانسیسکو سورو بي بي سي ته ویلي، دغه څېړنه ښايي له موږ سره په راتلونکي کې په مریخ کې غارونو سپړلو کې هم مرسته وکړي.
په سپوږمۍ کې غارونه ښايي د انسانانو لپاره ګټور وي، خو ساینس پوهان دا ټینګار هم کوي چې دا کولای شي د سپوږمۍ تاریخ او حتی زموږ د لمریز سیسټم په اړه بنسټیزو پوښتنو ته ځواب ووایي.











