تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: هرات کې زلزلې ۴۳ زره خلک زیانمن کړي
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په لویدیځ کې د وروستیو زلزلو له امله د اغېزمنو شوو کسانو شمېر ۴۳زره کسانو ته رسېدلی چې لوړ شمېر یعنې له ۲۳۰۰۰ ډېر یې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې دي.
دغه راز په کشک او رباط سنګي ولسوالۍ کې اته نیم زره، په زنده جان کې اوه نیم زره، په ګلران کې درې نیم زره، په هرات کې څه باندې اووه سوه او په کوشان کې له ۱۳۳ کسان زیان من شوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دغو سیمو کې ۳۳۳۰ کورونه هم په بشپړ ډول نړېدلي چې ډېری يې په زنده جان ولسوالۍ کې دي. مرستندوی بنسټونه وايي دا شمېرې لوړېدی شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو او مسکن د برخې همغږي کوونکي دانیل اندرېس زلزله ځپلو سیمو ته د سفر پر مهال ویلي، دوی هم د لنډمهالو او بیړنیو مرستو تر څنګ د دغو کورونو د رغولو پلان هم لري:
"په دې مرحله کې تر ټولو مهمه دا ده چې باید خمې او اوبه راوړو او روغتیايي مرستې ورسوو. له هغې وروسته بنسټونه، بیارغونه، روغتیا، ښوونځي او د کلیوالي سیمو لپاره د لومړنيو اړتیاوو برابرول دي. دا هم مهمه ده چې بشپړ نړېدلي کورونه له سره ورغېږي چې دا وخت نیسي. نو دا یوازې په لومړۍ میاشت کې د رسیده ګۍ موضوع نه ده بلکه دوولس نورو میاشتو غبرګون ته اړتیا ده چې دا سخت او بشپړ نړېدلي کورونه له سره بېرته ورغول شي."
د طالبانو حکومت هم وايي، زلزله ځپلو ته د مرستو لړۍ روانه ده او هلته د متحده عرب اماراتو په لګښت یو مجهز روغتون هم فعال شوی.
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د طالبانو د حکومت د جوړ شوي ګډ کميسیون ویاند احمد الله متقي بي بي سي ته وویل، له دوو زرو د ډېرو کورونه جوړېدو نقشه هم نهايي شوې.
خو د هوا له سړېدو سره د زلزله ځپلو ستونزې هم ډېرې شوې. د انجیل ولسوالۍ د پروانې کلي یو اوسېدونکی صفی الله وايي، د سرپناه، درمل او د څښاک اوبو د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، د دوی کلي ته په څو کورونو یه خېمه ور رسېدلې چې بسنه نه کوي. او زیاتوي چې حکومت هم له زلزلې د دوولسو ورځو په تېرېدو سره ایله اوس د څښاک اوبو یو ټانکر ور وړی.
"له یوه ځایه يې یوولس خېمې راوړې، چې هر جومات له شپېتو تر اویاوو مقتدیان لري، دوی په شپږو اوو کورنو یوه خېمه ورکړې. هره کورنۍ اته نهه اولادونه لري چې نجونې هم پکې دي. کله کولی شي په یوه خېمه کې واوسېږي. د طالبانو حکومت هم له زلزلې دوولس ورځې وروسته ایله نن د څښاک اوبو یو ټانکر راوړی چې هغه هم اوس تش دی او چا ته نه رسېږي".
خو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د طالبانو د حکومت د جوړ شوي ګډ کميسیون ویاند احمد الله متقي بي بي سي ته وویل، نړیوالې مرستې د دغه ګمارل شوي کمېسیون له لوري په داسې ډول لګول شوې چې د چا حق پکې بې ځایه نشي.
د بشري مرستو سازمانونه وايي، چې د زلزلې پر وړاندې غبرګونونه او زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر ورو دی ځکه ډیر هیوادونه نه غواړي چې د طالبانو له حکومت سره نېغ په نېغه اړیکه ونیسي. پر دې سربېره د نړۍ پام هم تر ډېره د اسرائیلو او غزې ترمنځ پر جګړې ورټول دی.