هرات کې بیا زلزله شوې؛ لسګونه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي

د افغانستان د لوېدیځ هرات په زنده جان ولسوالۍ کې نن یکشنبه سهار یو ځل بیا د زلزلې د څو پرله پسې او نسبتآ ځواکمنو ټکانونو خبر ورکړ شوی دی.

هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د هرات روغتون د مسولینو په حواله ویلي، تر دې دمه دوه مړي او ۱۲۵ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون مسولینو ویلي، دا شمېر ښايي لوړ شي.

دا زلزله د ایران مشهد او د افغانستان پولې ته څېرمه د ایران ځینو نورو ښارونو کې هم محسوس شوې.

د امریکا د ځمکپېژندنې سروې یا د زلزلو جاجولو ادارې "یو اېس جې اېس" ویلي لومړۍ زلزله چې په ځايي وخت سهار شاوخوا ۸ بجې شوې، د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې وه او مرکز یې د ځمکې د تل په څه باندې ۶ کیلومترۍ کې ښودل شوی دی.

دویمه زلزله چې نږدې نیم ساعت وروسته شوې، د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې ثبت شوې او ویل شوي چې مرکز یې د ځمکې له سطحې ۱۲ کیلومتره لاندې و.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم د وروستۍ زلزلې له امله د دوو کسانو مړینه او له ۱۰۰ زیاتو کسانو ټپي کېدل تایید کړي او وايي، ټپیان روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د یادونې ده چې په همدې سیمه کې تېره اوونۍ پرله پسې څو ځواکمنې زلزلې وشوې چې درنه مرګژوبله یې واړوله.

اوس د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي چې تر سخت ژمي مخکې د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو د ورکړې پلان لري.

دغو زلزله ځپلو له وړمې شپې راهیسې د هوا له سړېدو سر ټکولی.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو او قابلو یوه ۲۱ کسیزه ډله یې د هرات زلزله ځپلو خلکو مرستې ته وراستولې.

دوی به د هرات له زلزله خپلو ښځو او ماشومانو سره د ګرځندو روغتیايي خدماتو له لارې روغتیايي مرستې کوي.

فرزانه نجيب په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله له بې ځایه شویو یوه ده او وايي وار له مخه هلته هوا سړه شوې او دوی يې اندېښمن کړي.دا وايي، لا هم زلزلې ځپلي او له دې امله بې ځایه شوې کورنۍ بې سرپناه دي.

د طالبانو حکومت پرون وویل چې په زلزله خپلو سیمو کې د مړو د راویستلو چارې پای ته رسیدلې او زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې بهیر دوام لري.

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د طالبانو حکومت د وزارتونو په کچه د جوړې شوې کمیټې ویاند احمد الله متقي وايي، تر ژمي مخکې زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو پلان لري.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و چې د دغې زلزلې له نوي سلنې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

تازه د روغتیا د نړیوال سازمان ویلي، د ښځینه ډاکترانو، نرسانو او قابلو یوه ۲۱ کسیزه ډله یې پرون هرات ته د ښځو او ماشومانو د روغتيايي چوپړ لپاره رسېدلې ده.

دغه بنسټ ویلي، د ښځینه کارکوونکو دغه روغتیاپاله ډله د یوې اونۍ لپاره له کابله هرات ته استول شوې.

خو په هرات کې بې ځایه شوي بیا وايي چې دا شمېر هلته اړتیا ته په کتو بسنه نه کوي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د فرمان له مخې ښځې له روغتيايي برخې او ځینو ښوونځیو پرته تقریبا په ټولو دولتي او نادولتي مؤسسو کې له کاره منع دي او له دې وړاندې ځینو ښځینه مرستندویانو ویلي چې د دغو محدودیتونو له امله په زلزله کې د اغېزمنو شوو ښځو او ماشومانو مرستې ته په ځان ور رسولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو حکومت پرون وویل چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو ټول مړي‌ را ایستل شوي او د مړو د پلټنې بهیر پای ته رسېدلی دی.‌

په دغه زلزله کې د وژل شویو کسانو کره شمېر لا هم مالوم نه دی،‌ خو د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په یوه رپوټ کې ویلي و،‌ چې په دې زلزله کې ۱۲۹۴ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۶۸۸ ډېر ژوبل دي.