"موږ ان بېلچه هم نه درلوده چې خپل ماشوم پرې له خاورو راوباسو"

    • Author, ضیا شهریار او فواد مسیحا
    • دنده, بي بي سي

معصومې څرولو ته د خپلو پسونو ایستلو ته تابیا نیوه چې ناڅاپه هوا ته پورته شوه او بېرته پر ځمکه ولګېده.

له همدې سره یې پر ټولې کورنۍ کور ړنګ شو.

یو بل څه چې دې ۴۵ کلنې مېرمنې ته ور یادېږي هغه دا دي چې خواښيې یې لګیا وه دا یې له خاورو را ایستله.

نوموړې له خپلې کورنۍ سره د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ په نايب رفيع کلي کې اوسېده. هغه دغلته د تېرې اوونۍ د شنبې سهار د زلزلې په اړه وايي: "کور راباندې وڅرخېد. دوه درې ځلې په ځمکه ولګېدم تر هغې چې مې فکر بېرته په ځای کېده تر خاورو او کنډوالو لاندې شوې وم."

کله چې وریاده شوه چې دې غمیزې ترې د کوچنۍ لور ژوند اخیستی، نو په غمجن او ژړغونې غږ یې وویل: "ماشومه لور مې تر خاورو لاندې شوه."

نوموړې نه پوهیږي، چې نور شپږ ماشومان یې چیرته دي.

معصومه وايي: "زه نه پوهېږم چې دوی ژوندي دي که مړه، له چا سره دي – په کوم کمپ کې دي. زموږ په کلي کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کورونه وو، چې ټول ړنګ شوي دي."

له یوې اوونۍ په کمه موده کې دریو ځواکمنو زلزلو د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه، چې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۲۰۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او نږدې ۱۸۰۰ نور ټپیان دي.

دغو ټولو زلزلو د هېواد په لوېديځ کې هرات ولايت ډېر اغېزمن کړى دى.

زلزله ځپلو سیمو ته د تګ راتګ لارې تړلې دي.

په ډیرو کلیو کې خلک تش لاس د خپلو عزیزانو لټون کوي او له خاورو یې راباسي.

۲۵ کلنه شیما چې په سیاه اب کلي کې د ګاونډي له خوا ژغورل شوې وايي:

"موږ ان یوه بیلچه هم نه درلوده چې خپله ماشومه لور پر له کنډوالو او خاورو رابهر کړو. موږ هغه له لاسه ورکړه. کور راباندې راونړید."

یوه مقاله چې په ۲۰۲۱ کال کې د «طبیعي پېښو د خطرونو د مطالعاتو په ژورنال» کې خپره شوې ښيي، چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې زیاتره کورونه یا له پخو خښتو او یا هم له پخو خټو جوړ شوي چې د زلزلې پر وړاندې خورا زیانګالي دي.

ملګري ملتونه وايي، د هرات په وروستۍ زلزله کې تر ۹۰ سلنه ډېر وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) غړی صدیق ابراهیمي ویلي "ډیری وخت ښځې او ماشومان په کور کې وي، د کور ساتنه او د ماشومانو پالنه کوي، نو کله چې کورونه نړیږي، دوی ته ډېر زیان اوړي."

او دا هغه څه وو، چې د زنده جان ولسوالۍ په کشکک کلي کې د کوبرا کورنۍ ته هم ور پېښ شول.

۱۷ کلنې کبرا د خپلې مور، خور، ترور او دریو خورینو په ګډون د کورنۍ ۱۳ غړي له لاسه ورکړل.

په دې ناورین کې د کوبرا ملا او پښې ماتې شوې دي.

نوموړې په هرات ښار کې د روغتون له بستره بي بي سي ته وویل "موږ ټول په کور کې وو او د ځان د ژغورلو چانس مو نه درلود."

د مینا کورنۍ چې د معصومې په کلي کې اوسېږي هم د دې ناورین له امله سخته اغیزمنه شوې ده.

د دوی کورونه ړنګ شول.

نوموړې وویل پر ځمکه یې غوږونه ایښودل چې که ګوندې د کوم ژوندي پاتې غږ واوري.

مینا وايي "خپل خپلوان په نارو سورو وموندل. ماشومان مې تر خاورو لاندې وو او هيڅوک نه وو، چې مرسته ورسره وکړي."

نوموړې زیاتوي‌ "بالاخره مې لېورزی مرستې ته راغی او په ګډه مو وکولی شول چې ۱۰ ماشومان له خاورو او ویجاړیو راوباسو."

خو درېو زامنو، دوو لمسيانو او خسر یې ژوند بایللی و.

مينا او کورنۍ يې د هرات ښار د کډوالو کمپ ته لېږدول شوي دي.

د هغې دوه لوڼې د ستون فقرات عملیاتو له کبله روغتون کې دي او د یو زوی حالت یې هم نازک دی.

سحر حیدري، چې د هرات په دولتي روغتون کې یوه ځوانه نرسه ده، د پېښې له لومړیو ساعتونو راهیسې له موږ سره په اړیکه کې ده.

هغې بي بي سي ته وویل، لومړیو څلېرویشت ساعتونو کې د روغتون وضعیت کړکېچن و.

هغې وویل "د روغتون د مړیو سړخونه کې هیڅ ځای نه کېده. له تي خور ماشومه نیولې تر اویا کلن سړي پورې یو پر بل ور اچول شوي وو."

د هرات روغتون د ټولو مړو او ټپیانو د راوړلو ظرفیت نه درلود، کافي خونې او اسانتیاوې یې نه درلودې او کافي درمل هم نه وو.

روغتون ان د ټولو ناروغانو لپاره د څښاک اوبه هم نه درلودې.

سحر وايي ډېره خپه ده.

د نوموړې په وینا "د څو ورځو پرله پسې کار او د ټولو مړو او ټپیانو په لیدلو ستړي او خواشیني یو. د دې کیسې اوریدل اسان نه دي. هر څوک چې دلته راځي له دې غمیزې یوه دردونکې کیسه لري چې یو نه یو عزیز یې له لاسه ورکړی وي. او اوښکې تویوي. موږ اورو او ژاړو."

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر عبدالغني برادر د اکتوبر پر نهمه هرات ته په یوه سفر کې وویل، چې حکومت "بیړنۍ مرستې" چمتو کوي خو حکومت یې له نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

د بشري مرستو سازمانونه وايي، چې د زلزلې پر وړاندې غبرګونونه او زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر ورو دی ځکه ډیر هیوادونه نه غواړي چې د طالبانو له حکومت سره نېغ په نېغه اړیکه ونیسي.

پر دې سربېره د نړۍ پام هم تر ډېره د اسرائیلو او غزې ترمنځ پر جګړې ورټول دی.