د هرات زلزله؛ تر کنډوالو لاندې "ټول مړي را ایستل شوي"

په هرات کې د طالبانو ځايي‌ چارواکي وايي،‌ د تېرې اوونۍ په زلزله کې د وژل شویو کسانو ټول مړي‌ له کنډوالو را ایستل شوي او د مړو د پلټنې بهیر پای ته رسېدلی دی.‌

په دغه زلزله کې د وژل شویو کسانو کره شمېر لا هم مالوم نه دی،‌ خو په افغانستان کې د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په یوه رپوټ کې ویلي و،‌ چې په دغه زلزله کې ۱۲۹۴ کسان وژل شوي او ۱۶۸۸ کسان ژوبل دي.

په هرات کې د طالبانو حکومت والي‌ ویاند نثار احمد الیاس بي‌بي سي پښتو پاڼې ته وویل، چې "تر خاورو لاندې ټول شهیدان را وباسل شول، او په منظم ډول خاورو ته وسپارل شول."

د دغې زلزلې د ګڼو قربانیانو مړي په ډله ییز ډول خاورو ته سپارل شوي‌ دي.

ښاغلي الیاس و نه ویل چې د وژل شویو کره شمېر څومره دی خو وايي له ۱۰۰۰ پورته کسان وژل شوي دي. د هرات زلزلې کې د مرګژوبلې په اړه بېلا بېلې شمېرې ورکړل شوې دي.

د هرات له لومړۍ زلزلې وروسته،‌ د افغانستان په لوېدیځ کې څو ځلې د زلزلې ټکانونه حس شوي چې د رپوټونو له مخې څه باندې ۱۵۰ کسان په کې ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د مرستو د همغږۍ اداره اوچا ویلي وو،‌ چې د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلې وروسته ۴۸۵ کسان ورک دي. خو د دغو ورکو کسان د برخلیک په اړه ډېر مالومات نه ورکول کېږي.

د اوچا د مالوماتو له مخې،‌‌ په ټوله کې د تېر شنبې زلزلې ۱۲۱۱۰ کسان اغېزمن کړي چې ۱۷۳۰ کورنۍ کېږي.‌

ځپل شوې کورنۍ د هرات په ګلران، ‌انجیل، خوسان،‌ کشک او زنده جان ولسوالیو کې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اوتونبایوا هرات ته په سفر کې ویلي و، "دا یوه لویه غمیزه ده، نه یې د زرګونو خلکو پر ژوند سرپه کړې او نه یې کورونه او مالونه روغ پریښي.‌"

هرات کې د طالبانو د‌ ځايي‌ چارواکو په وینا، هغو کورنیو ته خېمې درول شوې چې په زلزله کې یې کورونه وېجاړ شوي دي. خو دوی له مرسته کوونکو غواړي چې د زلزله ځپلو د کورونو جوړولو لپاره نوره مرسته وکړي.‌

امریکا د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزله ځپلو سره د ۱۲ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، دغه پیسې د امریکا پراختیايي ادارې یا یو ایس اېډ له خوا لګول کېږي.

ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" بیا ویلي و، هرات کې د زلزلې له "۹۰ سلنه ډېر قربانیان" ښځې او ماشومان دي.

یادې ادارې دغو ښځو او ماشومانو ته د مرستو لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د ۲۰ میلیونه ډالره مرستو غوښتنه کړې.