امریکا افغانستان ته تر زلزلو وروسته ۱۲ میلیون ډالر "بېړنۍ بشري مرسته" اعلان کړه

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان په شمال لویدیځ کې تر زلزلو وروسته د امریکا متحده ایالت دغه هېواد ته ۱۲ میلیون ډالره "بېړنۍ بشري مرسته" ورکوي.

توماس وېسټ پر اېکس لیکلي چې دغه مرستې به تر ډېره په زلزله ځپلو سيمو کې زیانمنو شویو کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو، بېړنۍ سرپناه، د اخلي پخلي وسایلو او د نورو ډېرو اړینو توکو پر برابرولو ولګول شي.

ښاغلي وېسټ په زلزله کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني‌ څرګنده کړې او ویلي یې دي،‌ "د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو چې دوی له دې ناورین خلاص شي."

دا پیسې به د USAID له لوري لګول کېږي

توماس وېسټ ویلي چې دغه مرستې به د امریکا پراختیايي ادارې یا یو.ایس.اې.آی.ډي له لوري ولګول شي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به د افغانستان په شمال لویدیځ کې د زلزلې له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته ورسول شي.

يو.ایسېډ همدا راز ویلي چې تر زلزلې سمدستي وروسته د دې ادارې بشردوستانه همکارانو په چټکۍ سره عمل وکړ او د زیانونو تر ارزونې وروسته یې د طبي مرستو په ګډون زیانمنو شویو سیمو ته بېړنۍ بشري مرستې چمتو او ورسولې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اضافه اعلان شوې مرسته کې به د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی.او.اېم په همکارۍ د زلزله ځپلو سیمو خلکو ته د بېړنۍ سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، اخلي پخلي او‌ د اوبو راوړولو وسایلو تر څنګ کمپلې، لمریز څراغونه، جامې او نور د اړتیا وړ توکي برابر کړل شي.

یو.ایسېډ ویلي چې تر زلزلې وروسته په ځينو ځایونو کې د نس ناستي او اسهال پېښې شوې دي‌ چې عموماً تر طبیعي پېښو وروسته تر ډېره د ککړو اوبو د څښلو له لارې رامنځ ته کېږي،‌ نو دوی هڅه کوي چې د لا نورو داسې پېښو مخه خلکو ته د پاکو اوبو په چمتو کولو سره ونیسي.

که څه هم د افغانستان په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي خو د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۲۹۵ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۰۰ ژوبل شوي دي.

د یادولو ده چې پر امریکا سربېره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو تر دغو پرله پسې وژونکو زلزلو وروسته له افغانستان سره د مرستو اعلان کړی او ځینې بشري مرستې یې زیانمنو شویو سیمو ته رسولې دي.

په کور دننه او بهر هم افغانانو د زلزلو له کبله تاواني شویو خلکو ته د خپل وس له مخې مرستې برابرې کړې او رسولې دي خو لا هم هلته ګڼې کورنۍ وايي چې د سرپناه او خوراکي‌ توکو په ګډون بېلابېلو اړینو توکو ته اړتیا لري او د هوا په سړېدو سره په دې حالت کې د ژوند ګوزاره ورته لا په سختېدو ده.