تحريک انصاف په مرکز، خيبرپښتونخوا او پنجاب کې د ځانګړو څوکيو لپاره له سني اتحاد کونسل سره د يو ځای کېدو پرېکړه کړې

د پاکستان ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مرکز، خيبرپښتونخوا او پنجاب کې د اقليتونو او ښځو لپاره د ځانګړو څوکيو ترلاسه کولو لپاره له سني اتحاد کونسل سره د يو ځای کېدو پرېکړه کړې ده.

د تحريک انصاف ګوند ملاتړي ازاد کانديدان چې په وروستيو ټاکنو کې قومي او صوبايي اسمبليو ته بريالي شوي د سني اتحاد کونسل سره به يو ځای کېږي.

په وروستيو ټولټاکنو کې د پاکستان پر تحريک انصاف ګوند له بنديز او د ټاکنيزې نښې (بټ) اخيستل کېدو وروسته یې کانديدانو په ازاده توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر برېسټر ګوهر علي خان د سني ‌اتحاد کونسل او مجلس وحدت المسلمين له مشرانو سره د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، ''په ګډه یې په سني اتحاد کونسل کې د شاملېدو پرېکړه کړې ده.''

نوموړي وويل، ''په قومي (ملي) اسمبلۍ کې ۷۰ او په ټول هېواد کې ۲۷۷ ځانګړې څوکۍ دي چې یوازې د سياسي ګوندونو لپاره ځانګړې شوې دي. موږ د دې څوکيو د خوندي‌ کولو لپاره د سني اتحاد له کونسل سره رسمي‌ تړون وکړ. ''

برېسټر ګوهر زياته کړه چې "د ټاکنو له کميسيون به په رسمي توګه وغواړو چې له قانون سره سم ځانګړې څوکۍ راکړي."

د غونډې پر مهال لومړي وزارت ته د تحریک انصاف ګوند نوماند عمر ايوب د مجلس وحدت المسلمين له ګونده مننه وکړه او زياته یې کړه دغه ګوند چې له ''تحریک انصاف سره څومره مرسته کړې، زما سره يې د مننې لپاره هېڅ الفاظ نشته. ''

د پاکستان ټاکنو قانون له مخې یو ګوند په ګوښې توګه د فدرالي یا مرکزي حکومت جوړولو او لومړي وزیر ټاکلو لپاره په ټاکنو کې د ۱۶۹ څوکیو ''اسان اکثریت'' ته اړتیا لري.

خو د پاکستان ټاکنو کميسیون وروستۍ شمېرې ښيي، په دې ټاکنو کې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو تر ټولو ډېرې (۹۳) څوکۍ ګټلې دي.

په دویم ځای کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند دی، چې ۷۵ څوکۍ لري او ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند دی، چې د فدرالي پارلمان ۵۴ څوکۍ یې ګټلې دي.

د تحریک انصاف ګوند ملاتړي نوماندان ولې د سني اتحاد کونسل سره يو ځای شول؟

تحريک انصاف ګوند

د عکس سرچینه، Getty Images

له ټولټاکنو وروسته د پاکستان تحریک انصاف لپاره یوه لویه مسئله د ښځو او اقلیتونو لپاره د ځانګړو څوکیو خپلول دي.

د پاکستان ټاکنو کميسيون له ټولټاکنو وړاندې له تحريک انصاف ګوند ټاکنيزه نښه )بټ( واخيست او کانديدان يې مجبور وو چې په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه واخلي.

په دغه هېواد کې د ټاکنيز قانون له مخې د ټاکنو پايلو وروسته خپلواک نوماندان کولی شي تر دريو ورځو پورې له يوه ګوند سره يو ځای شي.

که د تحریک انصاف ګوند کاندیدان په دې کې بريالي نشي، ښايي ځینې څوکۍ له لاسه ورکړي. د همدې خبرې په پام کې نيولو سره ياد ګوند له خپلو برياليو نوماندانو وغوښتل چې له سني اتحاد کونسل سره يو ځای شي.

د ټاکنو کميسيون پخوانۍ مشره کنور دلشاد وايي، په هغه صورت کې تحريک انصاف ګوند کولی شي‌ د اقليتونو او ښځو څوکۍ ترلاسه کړي چې سني اتحاد کونسل له ټاکنو وړاندې د ښځو لپاره د ځانګړو څوکیو لپاره د کانديدانو نوملړ وړاندې کړي وي.

نوموړې وايي که داسې شوې وي، بيا به سني‌ اتحاد کونسل د ټاکنو له کميسيون د د دغو څوکيو غوښتنه کوي.

خو که سني اتحاد کونسل د دغو ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ نه وي وړاندې کړي دا بیا د ټاکنو کميسيون پورې اړه لري چې د ښځو او اقليتونو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ ورکوي که نه.