تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ پاکستان کاناډا ته ماته ورکړه
د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په ۲۲مه سیالۍ کې نن پاکستان کاناډا ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.
کاناډا د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۷ وېکټو له زیان وروسته ۱۰۶منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.
پاکستان بیا د لوبې په ۱۷ اعشاریه درې اوورونو کې د ۳وېکټو له لاسه ورکولو وروسته ۱۰۷ منډې وکړې او بریا یې خپله کړه.
د پاکستان له لوري محمد رضوان له ۵۳ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. بابر اعظم بیا د ۳۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
فخر زمان درېیم لوبغاړی و، چې د پاکستان لپاره د لوبې په وروستیو شېبو کې د یوازې څلورو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
د کاناډا له لوري ډيلون هېلیګر دوې ويکټې ترلاسه کړې. نوموړي بابر اعظم له ۳۳ منډو جوړولو او صائیم ایوب له شپږ منډو جوړولو وروسته له میدانه بهر کړل. د لوبې درېیمه وېکټه بیا د جیرمي ګورډن په برخه شوه.
د اې ګروپ دا لوبه د امریکا په نیویارک کې وشوه.
پاکستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
نونیت دهلیوال او ارون جانسن د کاناډا له لوري لوبه پیل کړه او د کاناډا لومړۍ وېکټه د نونیت دهلیوال وه، چې د څلور منډو له ترلاسه کولو وروسته د محمد عامر په توپ وغورځېده.
پرګت سینګ د کاناډا دویم لوبغاړی و، چې د شاهین اپریدي په توپ د دوو منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو. ارون جانسن د کاناډا له لوري تر ټولو ډېرې ۵۲ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري بیا شاهنشاه اپریدي، نسیم شاه یوه، یوه، محمد عامر دوې او حارث روف دوې وېکټې ترلاسه کړې.
محمد عامر تر ټولو لږ، یوازې ۱۳ منډې ورکړې.
پاکستان له دې مخکې خپلې دواړه لوبې امریکا متحدو ایالتونو لوبډلې او هند لوبډلې ته بایللې دي.
پاکستان په خپل ګروپ کې تر اوسه هېڅ یوه لوبه نه وه ګټلې، ننۍ بریا یې لومړنۍ هغه وه او په ګروپ کې به یې وروستۍ لوبه د جون پر ۱۶مه له ايرلنډ سره وي.