روسيې او چین په غزه کې د یرغمل کسانو اړوند اوربند په تړاو د امریکا د طرحې مخه ونیوه

روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

روسیې او چین د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د پرېکړه لیک لپاره د امریکا د هغې طرحې مخه ونیوه چې له لارې یې په غزه کې د یرغمل شویو اسرائيلیانو د خوشې کولو په بدل کې د سملاسي اوربند غوښتنه کوله.

د امریکا له لوري وړاندې شوې طرحې ته ۱۱ مثبتې، درې منفي او یوه سپينه رایه ورکړل شوه.

الجزایر د طرحې پر ضد او ګیانا سپينه رایه ورکړه.

روسيې دا طرحه "منافقانه تماشه" وبلله

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسيلي نيوينزيا ان تر رایې ورکولو لا له وړاندې د امریکا طرحې پر ضد د روسيې دريځ په ډاګه کړ.

هغه امریکا تورنه کړه چې ګواکې په غزه کې د اسرائيلو د کړنو د مخنيوي لپاره هېڅ نه کوي.

ښاغلي نيوينزیا واشنګټن ته د ملامتیا ګوته ونیوه چې ګواکې د اوربند غوښتنه تر هغه وروسته کوي چې "غزه په بشپړ ډول د ځمکې له مخه پاکه کړل شوې ده" او په وینا یې، "موږ یوازې یوه منافقانه تماشه ګورو"

د روسيې دغه استازي همدا راز وویل چې په "مسوده کې ان د اسرئيلو جرمونه هېڅ ارزول شوي نه دي چې دا هغوی ته د معافیت ورکولو په معنا ده"

بریتانیا

د بریتانیا استازې ډېم باربره ووډورډ وویل چې د امریکا د طرحې په نه ملاتړ کولو سره د روسيې او چین پرېکړې په "ژوره توګه ناهیلې" کړې ده.

هغې زیاته کړه چې بريتانیا "یوه سملاسي او تلپاتې اوربند" ته رایه ورکړه چې په ترڅ کې يې یرغمل شوي اسرائيلیان خوشي شي او په "رفح کې ځمکني بریدونه ودرول شي"

هغې وویل، بریتانیا به غزې ته د مرستو رسولو لپاره "هر هغه څه وکړي چې کولای یې شي" خو ټينګار یې وکړ چې خلکو ته د اړینو مرستو رسولو لپاره د جګړې درول ضروري دي.

"چین او روسیه د امریکا ناکامي غواړي"

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرينفيلډ د خپلې وړاندې شوې مسودې تر رد وروسته وویل چې روسيې او چین ځکه مثبته رایه ورنه کړه چې هغوی د امریکا ناکامي غواړي.

هغې ادعا وکړه چې "روسيې يو ځل بیا تر پرمختګ سیاست غوره وګاڼه"

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د تګلارې د بدلانه د نښې په توګه دا لومړی ځل دی چې امریکا په غزه کې د اوږدمهالي اوربند غوښتنه کوي. ځکه چې مخکې یې د نورو هېوادو لخوا د دغسې اوربند د غوښتنو مخه په امنیت شورا کې ډب کوله.

د اوربند لپاره د تازه هڅو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې تر مصر وروسته اسرائيل ته رسېدلی او هلته یې له اسرئیلي لومړي وزیر سره هم کتلي دي.

امریکا همداراز غزې ته د بشري مرستو د ډېرولو غوښتونکې ده او اسرائیلو ته یې خبرداری ورکړی چې د غزې پر سوېلي ښار 'رفح' د ځمکني چپاو له تکله تېر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سفر موخه دا ده چې په غزه کې سملاسي اوربند او د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو ازادېدو ته لارې چارې ومومي.

واشنګټن د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره طرحه چمتو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې وه.

بلېنکن

د عکس سرچینه، Reuters

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفېري لېنډا توماس ګرینفیلډ پرون پنجشنبه وویل، چې د عرب او نورو هېوادونو په مشوره یې خپله طرحه کې ځینې بدلونونه راوستي دي.‌

ښاغلي بلېنکن هم تېره ورځ قاهره کې د دې طرحې یادونه وکړه او ویې ویل چې یوه پیاوړی پیغام به ولېږدوي.‌

هغه همدا راز زیاته کړه چې د یرغمل شویو د خلاصون او اوربند په تړاو خبرو کې یوې هوکړې ته د رسېدو پر لور واټن په کمېدو دی.‌

دا لومړی ځل دی چې امریکا په غزه کې د سملاسي اوربند ملاتړ کوي. دغه هېواد تر دې مخکې امنیت شورا کې په دې تړاو مطرح شوي وړاندیزونه وېټو کړي وو.‌

غزه کې د بشري مرستو اړتیا

د غزې جګړه کې د ملکي مرګژوبلې له ډېرېدو سره د اسرائیل د پوځي عملیاتو پر څرنګوالي د امریکا نیوکې هم ډېرې شوې دي.

متحدو ایالتونو د اسرائیلو لخوا د غزې په رفح کې د پراخو پوځي عملیاتو د پلان مخالفت کړی دی.

ښاغلي بلنېکن پرون یو ځل بیا وویل چې دغو عملیاتو ته اړتیا نشته او ترسره کول به یې "تېروتنه" وي.‌

هغه پر اسرائیل دا غږ هم وکړ چې غزې ته د لا ډېرو بشري مرستو رسېدو لپاره لار برابره کړي.‌

روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو خوندیتابه په اړه ترسره شوې ارزونې کې وویل شول چې په غزه کې شاوخوا یو میلیون او سل زره کسان له وژونکې لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

ټاکل شوې ده ښاغلی بلېنکن د دغه سفر پر مهال د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او نور جګپوړو چارواکو سره وګوري.

هغه د دغه سفر پر مهال له جګړې وروسته غزه کې د بیارغونې د پلانونو او په دې اړه هم خبرې کوي، چې څوک به پر دې تراړې واک چلوي.

منځني‌ ختیځ‌ ته د هغه د دغه سفر یو بل مهم هدف دا هم ښودل شوی چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو پر عادي کېدو خبرې وکړي.

نوموړي چارشنبه سعودي ته تر سفر وروسته په دې برخه کې د "ډېر ښه پرمختګ" یادونه وکړه، خو ویې ویل چې دا پروسه جګړې ځنډولې ده.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه، دا نشي ویلی چې د اړیکو د عادي کېدو هوکړه به کله وشي، خو په وینا یې خبرې ښې پر مخ ځي.

ریاض او تل ابیب دواړه د مریکا نږدې متحدان دي.

سعودي عربستان چې ځان د منځي ختیځ او اسلامي نړۍ سرلاری ګڼي، اسرائیل په رسمیت نه دي پېژندلي.