امریکا به سعودي عربستان قانع کړي چې اسرائیل په رسمیت وپېژني؟

us

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې وروستیو کې د سعودي عرب او اسرائیلو ترمنځ ډپلوماتیکو اړیکو د پيل په اړه بېلابېلې څرګندونې شوې. له یوې خوا د امریکا اوسنی حکومت هڅه کوي د بایډن د اوسنۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو وړاندې سعودي اسرائیل په رسمیت وپېژني. له بلې خوا اسرائیل هم د داسې یوه پرمختګ هڅه کوي، ځکه چې له سعودي سره اړیکي یې ښايي نورو عربي او اسلامي هېوادونو سره اړیکو ته لاره پرانیزي.

خو سعودي د دې لپاره خپل شرطونه لري. که څه هم د رسمي دریځ له مخې سعودي د فلسطین مسلې هواري ته لومړیتوب ورکوي خو په نارسمي ډول له اسرائیلو سره د اړیکو پیلولو لپاره د سوله ییز اټومي پروګرام لرل د سعودي له مهمو شرطونو بلل کېږي.

له کله چې درې کاله وړاندې متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرائیلو سره عادي دپلوماتیکي اړیکې پیل کړي، د سعودي او اسرائیلو د نږدېوالې خبرې هم د ژبو پر سر دي.

دا خبرې وروسته له هغه تودې شوې چې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو وزیر رون دیر مر په نامستقیم ډول وویل چې هېواد یې د سعودي له سوله ییز اټومي پروګرام سره موافقه کړې ده. د اسرائیلو حکومت دا څرګندونې رد کړې خو شنونکي وايي دا له اسرائیلو سره د عادي اړیکو پیلولو لپاره د سعودي یو اساسي شرط دی.

د الفیصل پوهنتون استاد ډاکټر خالد باطرفي وايي د پرمختللو وسلو تر لاسه کول د سعودي بله غوښتنه ده.

ښاغلی باطرفي زیاتوي، "خلیج سیمه کې د امنیت لپاره ضمانتونه، په کور دننه د یورانیمو د غني کولو په ګډون د سعودي د سوله ییز اټومي پروګرام منل او سعودي ته د پرمختللو وسلو ورکول."

خو سعودي له اسرائیلو سره د اړیکو لپاره د دې شرط یادونه رسماً کله هم نه ده کړې.

us

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي رسمي دریځ دادی چې وروسته له هغه به له اسرائیلو سره اړیکي پيلوي چې د فلسطین مسله د عربي ټولنې د سولې وړاندیز له مخې هواره شي.

په ۲۰۰۲ کال کې عربي ټولنې د سولې لپاره درې اساسي شرطونه وړاندې کړل. د سوریې، لبنان او فلسطین له ټولو نیول شویو سیمو د اسرائیلو په شاکېدل، د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک له مخې د فلسطیني کډوالو عادلانه حل او د فلسطیني دولت رامنځته کيدل چې پلازمېنه یې ختیځ بیت المقدس وي او ټولې هغه سیمې یې واک کې وي چې له ۱۹۶۷ کال وروسته نیول شوې دي.

د سعودي او اسرائیلو ترمنځ د عادي دپلوماتیکو اړیکو د پیل په اړه دا خبرې او څرګندونې داسې مهال کیږي چې دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جاک سولیوان په ګډون څو امریکايي چارواکو سعودي ته سفرونه کړي او د رپوټونو له مخې هڅه یې کړې چې د سعودي مشرتابه قانع کړي چې له اسرائیلو سره اړیکي پيل کړي.

د بي بي سي د خلیجي چارو خبریاله نسرین حاطوم وايي، په دې مسله کې امریکا او سعودي خپل لومړیتوبونه لري. د امریکا اوسنی حکومت غواړي د جوبایډن واکمنۍ کې سعودي اسرائیل په رسمیت وپېژني، د چین او سعودي بې ساري نږدېوالي ته په کتو باید امریکا سعودي کې د پانګونې برخه کې تر چین لویه ونډه ولري.

له بلې خوا اسرائیلي د امریکا په مرسته هڅه کوي سعودي یې په رسمیت وپېژني. د الفیصل پوهنتون استاد ډاکټر خالد باطرفي وايي هغه مقام ته په کتو چې سعودي یې اسلامي او عربي نړۍ کې لري د اسرائیلو لپاره دا ډېره مهمه ده چې سعودي یې په رسمیت وپېژني.

دی زیاتوي، "دلته د ۲۲ عربي او ۵۷ اسلامي هېوادونو مسله ده. له شک پرته د اسرائیلو له نظره دا لوی پرمختګ دی چې سعودی له اسرائیل سره عادي اړیکي پيل کړي."

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

خو دا څومره شونې ده چې د جوبایډن له اوسنۍ دورې تر پای ته رسېدو وړاندې اسرائیل او سعودي عرب عادي اړیکي پیل کړي؟ د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار سالم الیامي د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، داسې نښې نښانې نشته چې سعودي دې د بایډن ادارې ته د داسې یوې لاسته راوړنې چانس ورکړي.

ښاغلی الیامي وايي، "زه فکر نه کوم چې سعودي دې دامریکا اوسنۍ ادارې ته د داسې یوې بریا او لاسته راوړنې چانس ورکړي. کېدای شي راتلونکي حکومت کې داسې يو پرمختګ وشي، مګر دا چې سعودي هغه څه تر لاسه کړي چې د دې په بدل کې یې غواړي. سعودي په ډېر جدیت غواړي چې اټومي وړتیا لرونکی هېواد شي. که امریکا سعودي ته دا ټکنالوژي ورنه کړي نو شونې ده چې له نورو هېوادونو د تر لاسه کولو هڅه یې وکړي، ښایې له چینه او یا له کوم بل هېواده."

د امریکا او اسرائیلو له هڅو سره سره د شنونکو له نظره د سعودي او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د پيلولو برخه کې لا هم د کوم عملي ګام څرک نه لګیږي.

د بي بي سي خلیجي چارو د خبریالې نسرین حاطوم له نظره سعودي عرب هڅه کوي هغه څه تر لاسه کړي چې سیمه او نړۍ کې یې ګټې خوندي کوي، دا وايي سعودي اوس پخوانی سعودي نه دی، ځکه د نړۍ نوي سیاسي چاپیریال کې یې له ځواکمنو هېوادونو سره اړیکي نوي پړاو ته ننوتې دي.