جو بایډن: د سعودي او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کېدو واټن ډېر دی

biden

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اسراییل او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو عادي‌ کېدو واټن ډېر دی چې باید په زیاتو مذاکراتو سره رالنډ‌ شي.‌

د هغه حکومت له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د سعودي او اسراییل ترمنځ د اړیکو جوړېدو ته لار هواره کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره میاشت ویلي و،‌ چې واشګټن د ریاض او تل ابیب ترمنځ د اړیکو رغېدو کې د ملي امنیت له اړخه پراخې ګټې ویني.‌

جو بایډن له سي‌اېن‌اېن سره په خپله تازه مرکه کې چې 'یکشنبه د جولای ۹مه' خپره شوه ویلي،‌ دمګړۍ د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي‌ کېدل یو څه ناممکن برېښي.

د امریکا ولسمشر دمګړۍ بریتانیا کې دی او ټاکلې له دې ځایه د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره لیتوانیا ته ولاړ شي.

هغه ویلي سعودي اسراییلو سره د اړیکو لپاره د دفاعي تړون او غیر پوځي اټومي پروګرام شرط ایښی، چې د ده په خبره اسراییل ورسره موافق نه دی.

ښاغلي‌بایډن وویل "موږ سیمه کې د پرمختګ په حال کې یو. دا چې سعودي عربستان اسراییل په رسمیت وپېژني، د هغوی په کړنو او هغه څه تړاو لري چې دوی یې په بدل کې غواړي."

نوموړي زیاته کړه "که ډانک پیېلې یې ووایم، فکر نه کوم چې دوی دې اسراییل سره ډېره ستونزه ولري. خو دا له امکانه یو څه لېرې ښکاري‌ چې زمینه ورته برابر کړو چې دوی دې د خپل امنیت تضمین لپاره غیر نظامي اټومي ځواک ولري."

تر دې مخکې د اسراییل د انرژۍ وزیر 'اسراییل کاتز' هم ویلي و چې هېواد یې له سعودي سره د اړیکو عادي کېدل غواړي خو دغه هېواد کې د غیرنظامي اټومي پروګرام په بیه نه."

سعودي عربستان تېر کال د جو بایډن له ورتګ یوه شپه مخکې اعلان وکړ چې د اسراییلو ملکې الوتکو ته تر دې وروسته د دوی له هوايي حریم د تېرېدو اجازه ورکوي.

اسراییلو په تېرو ۷۴ کلونو کې د سعودي له هوايي حریمه د تېرېدو اجازه نه درلوده.‌

سعودي

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلي بایډن د سي‌اېن‌اېن له فرید زکریا سره خبرو کې د دغه پرمختګ یادونه هم وکړه.

ریاض تر هغې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د امارات هوايي شرکت لیکو ته اجازه ورکړه چې اسراییل ته الوتنو لپاره د دوی هوايي حریم کارولی شي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې پخپله سعودي هم په نږدې راتلونکې کې له اسراییل سره د اړیکو جوړولو امکان رد کړی او ویلي یې دي چې لومړی باید د فلسطین مساله حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي ځواکونو په دې وروستیو کې څو ځله د فلسطین په اشغال کړې لوېدیزه غاړه کې پوځي عملیات وکړل.

تېره اوونۍ جنین پنډغالي‌ کې په همداسې عملیاتو کې ۱۲ فلسطینیان ووژل شول.

د سعودي په ګډون بېلابېلو عربي هېوادونو دغه عملیات وغندل.

بلخوا ریاض په دې وروستیو کې له اوو کلونو وروسته ایران سره بېرته د اړیکو رغېدو ته مخه کړې ده.

د ریاض او تهران ترمنځ چین منځګړیتوب کوي.

Iran

د عکس سرچینه، Getty Images

خو له دې هر څه سره سره د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ‌ د اړیکو د عادي کېدو هیلې په بشپړ ډول لمنځه نه دي تللي.

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر الي کوهن هیله څرګنده کړې چې دوی به د روان کال په لړ کې له سعودي عربستان سره د اړیکو په عادي کېدو هوکړې ته ورسېږي.‌

هغه ویلي، یوه بې‌ساري اقدام کې د اسراییلو یوه لوبډله سږ کال ریاض کې د ویډیو ګېم په سیالیو کې ګډون کوي.

نوموړي‌ زیاته کړې "زموږ ترمنځ به ژر بشپړ اړیکي ټینګ شي، یعنې په اقتصادي او اطلاعاتي چارو، ګرځندوی،‌ الوتنو او نورو برخو کې. زه فکر کوم دغه کار ژر یا وروسته کېدونکی دی."