د غزې جګړه: امریکا یو ځل بیا د سملاسي اوربند لپاره د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ناده توفیق او جیمز فیتز ګیرالډ
- دنده, بي بي سي- نیویارک، لندن
امریکا د الجزایر لخوا د اسرائیل او غزې په جګړه کې د سملاسي اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ. امریکا ویلي وو چې د دغه پرېکړه لیک د تصویب مخه به ونیسي. د امنیت شورا له پنځلسو غړو ۱۳ یې د دغه پرېکړه لیک په حق کې رایې ورکړې او بریتانیا ممتنع رايه کارولې ده.
دا درېیم ځل دی چې امریکا د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کوي چې د سملاسي اوربند غوښتنه په کې کېږي. امریکا پخپله د یوه بل پرېکړه لیک وړاندیز کړی دی.
الجزاير د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د اوربند لپاره د پرېکړه ليک مسوده جوړه کړه او امنيت شورا ته يې وړاندې کړه.
الجزایر د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی.
د راپورونو له مخې، د پرېکړه لیک مسوده "د فلسطیني ملکي وګړو جبري بې ځایه کېدل" غندلي دي. په مسوده کې د "نړیوال قانون څخه د سرغړونې پای ته رسول او د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو" غوښتنه هم شوې ده.
امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوه داسې پرېکړه لیک لپاره مسوده وړاندې کړې، چې په غزه کې د موقت اوربند غوښتنه پکې شوې ده.
په دې کې دغه راز اسرائیل ته د رفح ګڼ مېشتې ښار ته د نه ننوتو خبرداری هم ورکړل شوی دی. امریکا له دې مخکې په امنیت شورا کې د رایې ورکولو په بهیرونو کې د ''اوربند'' کلیمې له کارولو ډډه کړې، خو ولسمشر جو بایډن ورته اصطلاحات کارولي دي. امریکا د الجزائر له لوري د یوه داسې پریکړه لیک مسودې په هکله د رایې پلان هم لري، چې د بشري مرستو لپاره د سملاسي اوربند خبره پکې شوې.
په رفح کې اوسمهال نژدې یو میلیون بې ځایه شوي فلسطینیان چې د غزې د نفوس نژدې نیمايی کېږي، پناه اخیستو ته اړایستل شوي دي. د غزې له جګړې مخکې د غزې دا سویلي ښار چې له مصر سره پر پوله پروت دی، یوازې ټولټال نژدې ۲۵۰ زره نفوس درلود. هغه ډېری کسان چې په دې ښار کې یې پناه اخیستې په خورا ناوړه وضعیت کې په کېږدیو یا موقت پناه ځایونو کې ژوند کوي او پاکو خوړو، اوبو ته محدود لاسرسی لري.

د عکس سرچینه، AFP
ملګرو ملتونو له خپل لوري په دې تړاو خبرداری خپور کړی او په وینا یې په رفح کې د اسرائیلي ځواکونو پلان شوي عملیات به د ''وینې تویدو'' لامل شي. د تېر اکتوبر پر ۷مه حماس وسله والو د اسرائیل په سویل کې بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول، له ۲۴۰ ډېر پکې ووژل شول او له هغه وروسته اسرائیلي ځواکونو پر غزه برید وکړ.
وروسته پر واشنګټن فشار ډېر شو، چې له خپل نفوذه کار واخلي او د اسرائیل ویجاړونکي عملیات کابو کړي، چې دوی یې د خپل اتحادي له ځانه د دفاع حق په نامه یادوي. په داسې حال کې چې د امریکا له لوري د وړاندې شوې مسودې په هکله به روانه اونۍ خبرې پیل شي، معلومه نه ده، چې کله به دغه وړاندیز د رایې ورکولو لپاره وړاندې شي.
دا لومړی ځل دی، چې امریکا متحده ایالتونه په ملګرو ملتونو کې د غزې لپاره د موقت اوربند اصطلاح کاروي. د امریکا په مسوده کې دغه راز راغلي چې په رفح کې پلان شوي پوځي عملیات به د ملکي خلکو لپاره د زیان لامل شي، لا نور به بې ځایه شي او یا به ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره اړ شي، چې په دې لړ کې مصر ته اشاره شوې.
دې کې دا هم ویل شوي، چې دا کړنه به د سیمې سولې او ثبات لپاره سخت عواقب ولري. په مسوده کې هر څومره ژر چې عملي کېدای شي، د موقت اوربند رامنځته کولو غوښتنه شوې، چې دا بیا تېره اونۍ له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره په لیدنه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خبرو انعکاس کوي.
ښاغلي نتنیاهو بیا تر اوسه پورې د نړیوالې ټولنې د داسې یوه پلان منلو پر وړاندې مقاومت کړی او هوډ یې څرګند کړی، چې پاتې یرغمل کسان به ازادوي او حماس ته به ماتې ورکوي.
د اسرائیل جنګي کابینې غړي بینې ګانتز خبرداری ورکړی، چې که حماس تر لسم مارچ پورې ټول یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي، دا چاره به تر سره نه شي.
د عرب ملتونو ډلې په دې هکله ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه شي کولای د نړیوالې ټولنې لخوا د اوربند غوښتنې غږ تر کاڼه غوږ پورې ورسوي.
Nada Tawfik and James FitzGerald











