د عدالت نړیواله محکمه: اسرائیل باید په غزه کې د توکمیزې ډلوژنې فعالیتونو مخنیوی وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو محکمې اسرائیل ته امر کړی، چې په غزه کې د توکمیزې ډلوژنې مخنیوي لپاره ټول اړین ګامونه واخلي، خو د سملاسي اوربند پرېکړه یې و نه کړه.
د دیپلوماتیکو چارو لپاره د بي بي سي خبریال پاول ادمز په خپل رپوټ کې وايي، د عدالت نړیواله محکمه د سملاسي اوربند لپاره د سویلي افریقا له درخواست سره موافقه نه شوه او دا هغه څه دي، چې سویلي افریقا او فلسطینیانو یې په ورته توګه نه خوښوي.
خو په ټول کې ټول ۱۷ قاضیانو په یوه خوله پرېکړه وکړه، چې اسرائیل باید په خپل ټول وس او توان داسې څه وکړي، چې د فلسطینیانو وژل کېدو مخه ونیوله شي، داسې څه چې فلسطینیانو ته له فزیکي یا رواني پلوه زیان رسوي او یا په لوی لاس داسې اقدامات کېږي، چې د فلسطیني مېندو اولاد زېږولو مخنیوي ورسره کېږي.
د یادونې ده، چې د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) د توکمیزې ډلوژنې د هغو تورونو په هکله دا موقته پرېکړه کړې، چې د سویلي افریقا له لوري پر اسرائیل پورې شوي دي.
د فلسطین بهرنیو چارو وزیر د عدالت نړیوالې محکمې له لوري اسرائیل ته د موقت اقداماتو امر هرکلی کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ریاض المالکي له قوله ویل شوي: ''د ای سي جې محکمې قاضیانو د واقعیتونو او قوانینو له ارزونې وروسته د بشریت په حق کې او له نړیوال قانون سره سم پرېکړه کړې.''
د یادونې ده، چې ښاغلی المالکي د فلسطیني ادارې اړوند دی، چې د غزې پر ځینو برخو او لوېدېځې غاړي کنټرول او له حماس سره مخالف دي.
د محکمې پرېکړه کې ویل شوي:
- اسرائیل باید په خپل ټول وس او توان داسې څه وکړي، چې د فلسطینیانو وژل کېدو مخه ونیوله شي، داسې څه چې فلسطینیانو ته له فزیکي یا رواني پلوه زیان رسوي او یا په لوی لاس داسې اقدامات کېږي، چې د فلسطیني مېندو اولاد زېږولو مخنیوي ورسره کېږي.
- اسرائیل باید یقیني کړي، چې پوځیان یې د توکمیزې ډلوژنې هېڅ فعالیت نه کوي.
- اسرائیل باید د خلکو داسې هر ډول څرګندونو مخه ونیسي او سزا ورکړي، چې فکر کېږي په غزه کې توکمیزه ډلوژنه ورسره تحریکېږي.
- اسرائیل باید بشري مرستو ته لاسرسي باوري کړي. اسرائیل باید د داسې ثبوتونو له منځه وړلو مخنیوی وکړي، چې د توکمیزې ډلوژنې په قضیه کې کارول کېدای شي.
- اسرائیل باید د دې امر په یوه میاشت موده کې رپوټ ورکړي. محکمې د هغو یرغمل کسانو د برخلیک په هکله هم سخته اندېښنه څرګنده کړه، چې حماس تښتولي او د دوی د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.
که څه هم دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده، خو نن چې د کومو اقداماتو غوښتنه شوې، فکر کېږي تر هغو چې قاضیان د سویلي افریقا له لوري د لګول شویو بنسټیزو تورونو په هکله غور کوي، د غزې فلسطینیان به د خوندیتوب ځینې اقدامات محسوس کړي.
اسرائیل به له دې وروسته پرېکړه کوي، چې د محکمې پرېکړې ته څنګه غبرګون ښيي. د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې لازمي دي، خو د پلي کولو لپاره یې اجرائیه قوه نه شته.
بل لور د دیپلوماتیک هڅو تمرکز اوس پر یوه احتمالي دوې میاشتني اوربند ورټول دی، او په داسې حال کې چې اسرائیل ښايي استدلال وکړي چې د محکمې پرېکړو عملي کولو لپاره یې له مخکې اقدامات کړي، غزې ته د مرستو بهیر پراخولو لپاره هم هڅې ډېرې شوې دي.











