"په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو" لپاره د پاریس په خبرو اترو کې پرمختګ

فلسطین

د عکس سرچینه، Getty Images

د راپورونو له مخې په پاریس کې د روانې اونۍ په پای کې خبرې "رغنده" وې او تمه ده چې په غزه کې د اوربند او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره خبرې، روانه اونۍ دوام وکړي.

اسرائیلو ویلي، لا هم د پام وړ مسایل پاتې دي چې باید حل شي.

په همدې حال کې په غزه کې نښتې دوام لري او د سیمې اوسیدونکو ویلي، دوی پرون د شمال او مرکز په ځینو برخو کې د مرګونو هوايي بریدونو او توپچي ډزو شاهدان وو.

د اسرائیلو پوځ ویلي، د غزې تړانګې په جنوب د خان یونس په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

په عین حال کې، جاپان وروسته له هغې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې سره مرستې وځنډولې چې اسرائیلو ادعا وکړه، د اکتوبر په میاشت کې د حماس لخوا په وژونکو بریدونو کې د یو اېن ار ډبیلو اې ( UNRWA) څو کارکوونکي ښکېل وو.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني پر هغو هېوادونو غږ کړی، پر خپله "حیرانونکې" پرېکړه له سره غور وکړي، چې ویلي یې دي دوی له دې سازمان سره مالي مرستې بندې کړې دي.

ښاغلي لازارني وویل، "دغه اداره په غزه کې د بشري مرستو کلیدي اداره ده، او له دوو میلیونو زیات خلک د خپلې بقا لپاره پرې تکیه کوي."

د بریتانیا، امریکا او جرمني په ګډون اتو هېوادونو د یو اېن ار ډبیلو اې سره مالي ملاتړ بند کړ.

یادو هېوادونو هېوادونو د هغو ادعاو پر بنسټ خپلې مرستې یې بندې کړي چې وايي د یو اېن ار ډبیلو اې ځینې کارکوونکي د اکتوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس په وژونکي برید کې ښکېل وو.

(UNRWA) وايي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړي او ځینې کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي.