د اوکرایین پر زاپورژیا اټومي بټۍ تازه برید؛ ملګري ملتونه وايي د اټومي پېښې د رامنځته کېدو ګواښ ډېروي

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

د ملګرو ملتونو اړوند د اټومۍ انرژۍ نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې د اوکرایین په زاپورژیا اټومي بټۍ ډرون برید د "یوې لویې اټومي پېښې" د رامنځته کېدو ګواښ ډېر کړی دی.

روسیه ادعا کوی، برید اوکرایین کړی، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي،‌ خو اوکرایین په دغه برید کې لاس لرل ردوي.

د ژاپورژیا لویه بټۍ چې اوس روسیې لاندې کړې ده، د اوکرایین او روسیې تر منځ د جګړې په لومړۍ کرښه پرته ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له دې وړاندې هم په پرلپسې ډول د دا ډول بریدونو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغې ادارې مشر رافائل ګروسي ویلي، د یکشنبې ورځې ډرون برید د دې بټۍ پر وړاندې "بې غوري" او "د خوندیتوب پر وړاندې یې جدي ګواښ" دی.

د اوکرایین په سویل کې د زاپورژیا اټومي بټۍ د اروپا په کچه تر ټولو لویه بټۍ ده.

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د یرغل په لومړیو کې دا لویه اټومي دستګاه ونیوله او له هغه وخت راهیسې پرې ولکه لري.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې په زاپورژیا کې د کارپوهانو یوه ډله لري، د دې بټۍ په یوه رېکتور کې د "بې پیلوټه الوتکې فزیکې اغېز" تائید کړی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

له دې اندېښنو سربېره هم روسي چارواکي چې دا بټۍ اداره کوي وايي، برېښنا کوټ کې د وړانګو کچه نورمال ده او کوم جدي زیان نه دی ور اوښتی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دا هم ویلي چې، د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله رامنځته شوی زیان اوس لپاره اټومي خوندیتوب ته زیان نه دی رسولی خو، خبرداری یې ورکړی چې "دا یوه جدي پېښه ده او په احتمالي توګه د رېکتور د کنټرول سیستم بشپړتیا زیانمنولی شي."

ښاغلي ګروسي زیاته کړې: "دا بټۍ لږ تر لږه درې ځله په مستقیم ډول په نښه شوې او د رېکتورونو د کنټرول پر اصلي جوړښت یې بریدونه شوي."

نوموړي ویلي: "دا پېښه باید تکرار نه شي او هیڅوک نه شی کولی پر اټومي تاسیساتو له بریدونو کومه نظامي یا سیاسي ګټه واخلي."

روسیه او اوکرایین دواړه پر اټومۍ بټۍ د بریدونو پړه یو پر بل اچوي او یو بل د اټومي پېښې ګواښ پر رامنځته کولو تورنوي.

روسي چارواکو چې د دې اتومي بټۍ واک لري ویلي، د برید تر شا د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لاس دی خو اوکرایین دا تورونه ردوي.

د اوکرایین د استخباراتو د مرکزي ادارې ویاند اندري یوسف یوې خبري ویېپاڼې ته ویلي: "اوکرایین د دغه اټومي کمپلکس پر ضد پوځي اقدام نه دی کړی."

هغه زیاته کړې: "دا برېښنا کوټ په ناقانونه توګه د روسیې له خوا اشغال شوی."

ښاغلي یوسف پر روسیې تور ولګاوه، چې پر دغه برېښناکوټ او اټومي تاسیساتو د بریدونو په پایله کې ملګي وګړو او چاپیریال ته زیان اړوي."

تېره میاشت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی و چې، د دې برېښنا کوټ د کارپوهانو ډله له یوې اوونۍ راهیسې د چاودنو غږونه اوري.

هغه مهال ښاغلي ګروسي ویلي و چې له دوو کلونو راهیسې په اوکرایین کې اټومي خوندیتوب او امنیت په دوامداره توګه خطر سره مخ دی. "مونږ هوډ لرو چې هر هغه څه وکړو چې پر مټ یې مونږ کولی شو د اټومي پېښو ګواښ راکم کړو او پرېنږدو چې خلکو او چاپیریال ته زیان واړوي."