کیېف وايي د بې پیلوټه الوتکو برید کې یې د روسيې شپږ الوتکې ویجاړې کړې دي

اوکرایین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/ MAXAR TECHNOLOGIES

اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په مټ د روسیې په سویل کې پر ځانګړو ځایونو بریدونه کړي دي.

کیېف ادعا کوي، چې د روستوف سیمې په یوه هوايي اډه کې یې شپږ روسۍ الوتکې له منځه وړې دي.

امنیتي سرچینو د بي بي سي اوکرایین څانګې ته ویلي، چې اته نورې الوتکې هم سختې زیانمنې شوې او ښايي شل تنه کارکوونکي یا انساني قوه یې وژل شوې یا ټپي شوې وي.

سرچینه زیاتوي، چې د موروزوفسک اډه سوخوي- ۲۷ او سوخوي- ۳۴ الوتکې ځای پر ځای دي، چې له اوکرایین سره په لومړۍ کرښه کې کارول کېږي.

روسیې پر دې هوايي اډه د برید په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي سي په خپلواکه توګه د دې راپورونو پخلی نه کوي.

خو روسي چارواکي وايي، چې تر ۴۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې یې په سیمه کې، چې له اوکرایین سره پر پوله پرته ده، په نښه کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، چې د سراتوف، کورسک، بلګورود او کراسنودر سیمې هم په نښه شوي دي.

دوی زیاتوي، چې برید کې ټولې کارېدلې بې پیلوټه الوتکې یې نسکوره کړې دي.

د روستوف والي واسیلي ګولوبیف په خپل ټیلیګرام چینل کې ویلي، د روستوف په موروزوفسک ولسوالۍ کې د برېښنا یو برج (ستېشن یا برېښناتون) لګېدلی، چې شاوخوا ۶۰۰ کسان یې د څو ساعتونو لپاره له برېښنا بې برخې کړل.

نوموړي زياته کړه، چې د استوګنې يوې ١٦ پوړيزه ودانۍ ته هم زيان اوښتى دى.

امریکا

د عکس سرچینه، ANTON GERASHCHENKO

په یوه وروستي پیغام کې ښاغلي واسیلي ویلي، چې اته کسان سیمې ته نژدې د پلټنې پر مهال د غورځېدلې بې پیلوټه الوتکې د چاودیدونکو توکو چاودنې له کبله ټپیان شوي دي.

اوکرایین په دې وروستیو کې د روسیې پر اهدافو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي، دوی پوځي او انرژي تاسیسات په نښه کوي.

دې هېواد په کراتو دا خبرداری ورکړی، چې د تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دی خو بیا یې هم سږکال په کوردننه د یو میلیونو بې پیلوټه الوتکو د تولید تکل کړی دی.

اوکرایین د سې شنبې پر ورځ د روسیې په تاتارستان کې هم د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دا سیمه د اوکرایین او روسیې له پولې ۱۳۰۰ کیلومتره لېرې ده.

دا بریدونه، چې د بې پیلوټه الوتکو یوه فابریکه او د تیلو د تصفیې کارخانې پکې په نښه شوي وو، د جګړې له پیل راهیسې د روسیې په خاوره کې تر ټولو دننه بریدونه دي، او د دولسو کسانو د ټپي کېدو خبر پکې ورکړل شوی دی.