د بنو قومي مشران: د غوښتنو تر منلو پرلت کوو

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د بنو ښار قبايلي مشرانو د خیبر پښتونخوا وزير اعلی علي امين ګنډاپور سره تر يوې اوږدې ناستې وروسته د مشرانو د غوښتنو لپاره د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د جرګې مشرانو ویلي، تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوي خپل اعتصاب او پرلت ته به دوام ورکړي.

د قبایلي مشرانو او د بنو د سوداګرۍ خونې مشر ناصر بنګښ بي بي سي ته ویلي، د دوی اعتصاب به له نن (د جولای ۲۳) پیل شي او ټاکل شوې ګڼ شمېر خلک په کې برخه واخلي.

ښاغلی بنګښ زیاتوي، دوی خپلې غوښتنې اعلی وزیر ته وړاندې کړې دي. په ځواب کې ورته ویل شوي چې، په دې کې ځینې داسې غوښتنې شته چې د مرکزي حکومت منظورۍ ته اړتيا لري، نو د پنجشنبې/زیارت په ورځ به اېپکس نومې کمېټې غونډه راوبولي او پر غوښتنو به غور وکړي، که ومنل شي، دوی به یې خپله ورته اعلان کړي.

ناصر بنګښ وویل، د اېپکس نومې کمېټې کې به د بنو د قومونو د استازې جرګې پنځه غړي هم شامل وي.

د ناصر بنګښ په وينا اعلی وزیر ته یې ویلي، په سيمه کې تندلاري شته، دا چې هغوی ښه دي که بد، خو خلک یې اندېښمن کړي دي. هغه وايي په سیمه کې امن نشته او پولیس نه شي کولای د شپې ګزمې وکړي.

د جرګې د غړو شمېر ۴۱ تنه ښودل شوى دی. ناصر بنګښ ویلي د غونډې له ختمېدو وروسته بېرته بنو ته ځي او په لاریون کې به ګډون وکړي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ناامنیو پر ضد تېره جمعه پیل شوی احتجاج چې وروسته په پرلت بدل شو، تر پرون دوشنبې( جولای ۲۲) هم روان و.

پښتونخوا

د عکس سرچینه، ROOFAN KHAN

پرلتوال غواړي، د ''ښو'' او ''بدو'' طالبانو هر څومره مرکزونه چې پرانیستل شوي دي، باید وتړل شي.

بنو کې باید هېڅ ډول پوځي عملیات و نه شي.

هېڅوک باید په جبري ډول بې درکه نه شي.

په بنو کې له درېیو ورځو راهیسې بند انټرنېټي خدمتونه باید بېرته فعال شي.

د جولای ۱۵مې او د ۱۹مې پېښو په هکله باید د محکمې له لوري پلټنې وشي.

هغو پولیسو او ملکي کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او درملنه یې وشي، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې ټپیان شوي دي.

پر مدرسو چاپې وهل باید بند شي.

بل لور د پرلتوالو د دې غوښتنو په هکله صوبايي وزیر یار خان بي بي سي ته وویل، خبرې پیل شوي دي او صوبايي اسامبلۍ په څرګند ډول د عزم استحکام پوځي عملیاتو پر ضد رایه ورکړې ده.

نوموړی زیاتوي د پرلتوالو غوښتنې د کمشنر له لارې وړاندې شوې، خو په وینا یې دا سمه ده، چې موږ حکومت کې یوو، خو ځینې شیان پر موږ تپل کېږي، چې په خبره یې موږ ته د منلو نه دي.

د بنو له مشرانو سره په خبرو کې دا هم ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر به د جمعې په ورځ( د جولای ۲۶) بنو ته ولاړ شي او هلته به له ځايي خلکو سره خبرې وکړي.