په بنو کې څه روان دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ناامنیو پر ضد تېره جمعه پیل شوی احتجاج چې وروسته په پرلت بدل شو، نن دوشنبه هم روان و.
په ورته مهال د پاکستاني پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري یوې خبرې غونډې ته د بنو احتجاج کې د ډزو پېښې په هکله وویل، پر جمعه د سوداګرو په ''امن مارش'' کې ځینې ''منفي عناصر'' او وسله وال کسان هم شامل شوي ول، چې د ډزو له کبله یې خلک ټپیان شول.
نوموړي زیاته کړه، دې کسانو نه یوازې د دولت او پوځ پر ضد شعارونه ورکول، بلکې د اکمالاتو زېرمتون یې هم چور کړ او د دې وضعیت کابو کولو لپاره امنیتي مسوولینو ''هوايي ډزې'' کړې دي.
د جمعې پر ورځ د احتجاج په ترڅ کې د ډزو له کبله یو کس وژل شوی او ۲۵ نور کسان ټپیان شوي.
تازه، د امن کمېټې مشر ناصر خان بنګښ بي بي سي ته ویلي، پر درېیمه ورځ هم په دې پرلت کې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. د نوموړي په خبره نن به دوی په پېښور کې له ایپکس کمېټۍ غړو سره لیدنه وکړي.
په ایپکس نومې کمېټه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، عمومي سکرتر، د پوځ کور کمانډر یا فرقه مشر او د پولیسو مشر یا ای جي شامل دي.
ښاغلی بنګښ وايي: ''موږ ته هیله راکړل شوې، چې په دې لیدنه کې به زموږ د غوښتنو په لړ کې مهم پرمختګ وشي، ځکه مو له دې کمېټې سره جرګې ته کېناستل منلي دي. همدا ایپکس کې کېمټه هغه څوک دي، چې زموږ پر غوښتنو غور کولای شي او په هکله یې مهمې پرېکړې کولای شي.''
نوموړی زیاتوي که په پېښور کې یې غوښتنې ومنل شي، خوښي به وښيي او که نه ''بېرته به بنو ته ستانه شو او خپل احتجاج ته به دوام ورکړو.''
د پرلت غوښتنې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ناصر خان د هغو غوښتنو په هکله له بي بي سي سره غږېدلی، چې په وینا یې دوی یې غوښتنه کوي. په دې کې ځینې غوښتنې په دې ډول دي.
- د ''ښو'' او ''بدو'' طالبانو هر څومره مرکزونه چې پرانیستل شوي دي، باید وتړل شي.
- بنو کې باید هېڅ ډول پوځي عملیات و نه شي.
- هېڅوک باید په جبري ډول بې درکه نه شي.
- په بنو کې له درېیو ورځو راهیسې بند انټرنېټي خدمتونه باید بېرته فعال شي.
- د جولای ۱۵مې او د ۱۹مې پېښو په هکله باید د محکمې له لوري پلټنې وشي.
- هغو پولیسو او ملکي کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او درملنه یې وشي، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې ټپیان شوي دي.
- پر مدرسو چاپې وهل باید بند شي.
بل لور د پرلتوالو د دې غوښتنو په هکله صوبايي یا ایالتي وزیر یار خان بي بي سي ته وویل، مذاکرات پیل شوي دي او صوبايي اسامبلۍ په څرګند ډول د عزم استحکام پوځي عملیاتو پر ضد رایه ورکړه.
نوموړی زیاتوي د پرلتوالو غوښتنې د کمشنر له لارې وړاندې شوې، خو په وینا یې دا سمه ده، چې موږ حکومت کې یو، خو ځینې شیان پر موږ تپل کېږي، چې په خبره یې موږ ته د منلو نه دي. نوموړی زیاتوي هر څه چې وي، پر دوشنبه به د مخورو او خلکو په مخکې مطرح شي.











