تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیمروز لپاره د طالبانو والي له بریده روغ وتلی؛ "درې کسان ټپیان شوي"
د افغانستان له لویدیځه رپوټونه وايي، نیمروز کې د طالبانو والي له برید روغ وتلی دی.
شیخ محمد قاسم خالد نیمروز کې د طالبانو والي ټاکل شوی، چې نن یکشنبه د جنورۍ پر ۱۴ ولایت کې دننه پرې د برید هڅه شوی خو ترې روغ وتلی.
طالب چارواکي وايي، برید ځانمرګی وو او ولایت ودانۍ دننه ځای پر ځای شوی و.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و چې، تنکۍ غرمه یې ځانمرګی بریدګر هغه مهال وواژه چې ولایت ودانۍ ته یې د ننوتلو هڅه کوله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتن قانع بي بي سي ته ویلي و، په برید کې درې ساتونکي ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټر پاڼه د ښاغلي خالد یو ویډیويي پیغام خپور کړی چې هغه پکې له پېښې وروسته خبرې کوي.
نوموړي ویلي، بریدګر د ولایت ودانۍ دننه ځای پر ځای شوی و چې موخې ته له رسېدو مخکې "د مجاهدینو په ډزو کې" ووژل شو او ورسره چاودیدونکو توکو ته هم چاودنه ورکړل شوه.
نوموړي د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: "زه روغ یم او هېڅ مشکل نشته، زمونږ درې ملګري سطحي ژوبل شوي چې روغتون ته لېږدول شوي او ډاکټرانو یې د روغتیا ډاډ راکړی."
د دې برید مسولیت تر دې دې دمه چا نه دی منلی، خو په تېر کې بلخ کې د طالبانو پر والي هم برید شوی و چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.