تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کابل او مزار شریف کې چاودنو مرګژوبله اړولې
په پلازمېنه کابل او د بلخ په مزار شریف ښار کې دوو چاودنو مرګژوبله اړولې ده.
رپوټونه وايي، د کابل ښار په لویدیځ کې غرمه مهال چاودنې شوه.
د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایی، په دغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، "د کابل ښار ۱۸مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د یوه سوداکریز مرکز مخې ته د لاسي بم چاودنې له کبله بدبختانه لومړني معلومات ښایی چې ۲ تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي."
هغه دا نه دي ویلي، چې دا لاسي بم څنګه چاودلی.
بلخوا رپوټونه وايي، د مراز شریف چاودنه د بلخ دروازې په سیمه کې شوې. تر اوسه په دغه چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
هممهاله، د طالبانو د حکومت یوې مخالفي ډلې (د افغانستان د ازادۍ جبهه) ادعا کړې چې په کابل کې یې "د امربالمعروف درې کسان وژلي او درې نور ټپیان دي."
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا له تېرې اوونۍ راهیسې پلازمېنه کابل کې څلورمه چاودنه ده.
د یادونې ده چې له دوی د ځینو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی و.