تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې چاودنې دوه کسان وژلي، ۱۴ ټپیان دي
په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د ښار په لوېدیځه سیمه دشت برچي کې پر یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې.
طالب چارواکي وايي، لومړني مالومات ښيي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. چاودنه په ځايي وخت ماښام شپږ بجې رامنځ ته شوې ده.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:
"د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سپرلۍ په یوه کاسټر موټر کې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې له بده مرغه په یاد موټر کې ناست ۲ تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي."
د دې چاودنې څرنګوالی لا مالوم نه دی.
په خواله رسنیو کې له سیمې خپرو شویو وېډیوګان کې لیدل کېږي چې کاسټر ډوله موټر له چاودنې وروسته اور اخیستی او لمبي ترې پورته کېږي.
ځايي خلک د اور مړه کولو لپاره اوبه ورځغلوي.
طالب چارواکي وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.