تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'داعش' ډلې کابل کې پر هوټل د برید مسؤلیت منلی
د "اسلامي دوت" په نامه وسلوالې ډلې په کابل کې پر هغه هوټل د پروني برید مسؤلیت منلی، چې چینايي مېلمانه ورته تګ-راتګ کوي.
"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې ۳۰ چینايي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دې ډلې د دوو وسلوالو کسانو انځورونه هم خپاره کړي چې بریدګر یې بللي.
کابل کې د ایمرجنسي په نامه روغتون پرون ویلي وو، د برید له ځایه ۲۱ کسان ورلېږدول شوي وو چې درې پکې مړي او نور ټپیان وو.
طالبانو پرون وویل، کابل کې پر یوه مېلمستون چې بهرنیان په کې مېشت وو، د وسله والو برید کې لږ تر لږه "درې کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان" شوي دي.
د افغانستان د پلازمېنې شهرنو په سيمه کې د يوې چاودنې او وروسته د ډزو غږ واورېدل شو، چې څو ساعته يې دوام وکړ. داسې راپورونه خپاره شول چې چینايي اتباع او سوداګر په دغه مېلمستون کې اوسېدل.
طالبان وايي، د کابل په شهر نو کې پر یوه هوټل برید د دریو بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي "د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ کوم بهرنی تبعه نه دی وژل شوی. صرف ۲ تنه بهرني مېلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه."
ښاغلي مجاهد دا نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هېواد وګړي دي.
کابل کې د طالبانو پولیسو مخکې ویلي وو "نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ښار شهر نو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسېږي، د شریرو عناصرو له خوا تر برید لاندې راغله."
رویټرز خبري اژانس د طالبانو له خولې لیکلي، چې چاودنه د کابل په "شهر نو" سیمه کې شوې او ظاهرآ هغه ځای په نښه شوی چې چينايي پانګوال پکې اوسېږي.
په خواله رسنیو کې ځینې ويډیوګانې لېدل کېږي چې له یوې ودانۍ لوګي پورته کېږي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
شینهوا خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي، دغه برید هغه میلمستون ته نژدې شوی چې چینايي وګړي پکې اوسېدل. د دغه اژانس په کابل کې د چین د سفارت له قوله ویلي چې "وضعیت له نژدې څاري."
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ شمېر چینايي پانګوال افغانستان ته سفرونه کوي.
دغه برید داسې مهال کېږي چې پرون "یکشنبه" په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې د خپل سفارت د خوندیتابه غوښتنه کړې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټوېټ کې ویلي وو، ښاغلي ستانکزي چینايي دیپلوماتانو ته ډاډ ورکړی و چې په افغانستان کې د بهرنیو استازولیو امنیت یې د حکومت لومړیتوب دی.