تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید
د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې پلازمېنه کابل کې د دشت برچي سیمې پر یوه ښوونيز مرکز ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.
خو د سیمې په یوه روغتون کې بي بي سي ته د وژل شویو شمېر ۲۳ تنه او د ټپیانو لسګونه ښودل شوی دی.
په برید کې تر ډېره نجونې وژل شوې دي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي ته وویل، دا برید نن (جمعه) ګهیځ نږدې اووه بجې پر کاج نومي ښوونیز مرکز داسې حال کې شوی چې د کانکور تمریني ازموینه پکې اخیستل کېده.
دا برید په کور د ننه او بهر په سختو ټکو غندل شوی دی.