تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې چاودنې اووه کسان وژلي، مسوولیت یې داعش منلی
په کابل کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې اووه کسان وژلي او شل نور ټپیان دي.
په کابل کې د طالبانو امنیې قومندان ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه د سپرلۍ پر یوه کاسټر ډول موټر شوې ده.
"د کابل ښار د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یوه کاسټر موټر کې چاودنه شوې چې متأسفانه زموږ ۷ تنه هېوادوال په شهادت رسیدلي او ۲۰ نور ټپیان دي."
د دغه برید مسوولیت اسلامي دولت (داعش) ډلې منلی دی.
اعماق ویبپاڼې، چې د داعش په ګټه نشرات کوي، په دې چاودنه کې د دې ډلې لاس لرل تایید کړي دي.
د طالبانو امینې قومندانۍ په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي خو وايي "ځواکونه یې سیمې ته رسېدلي دي."
د چاودنې د څرنګوالي په اړه ډېر جزئيات نه دي خپاره شوي.
په دشت برچي سیمه کې تر ډېره هزاره توکمي اوسېږي.
هممهاله رپوټونه وايي، د بدحشان په جرم ولسوالۍ کې هم د یوې سرګولولې د چاودېدو له امله هم یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
ټپیان دواړه ماشومان دي. رپوټونه وايي، دغه پېښه د ماشومانو د لوبو پرمهال رامنځ ته شوې ده.
غبرګونونه
کابل کې د ملکي خلکو په موټر دغه برید په پراخه کچه غندل شوی دی.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د اېکس یا پخواني ټویټر یوه پیغام کې لیکلي، "دغه ترهګریزه کړنه، بشر ضد جنایت او له ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو سره ټکر کې" ګڼي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ بیا دې ته په اشارې چې دا په تېره یوه میاشت کې پر هزاره توکمو دریم برید دی، د دې پېښې د عاملینو پېژندلو او ورسره حساب لپاره د بشپړې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل په همدې ناحیه کې په یوه ورزشي کلب کې چاودنه شوې وه.
هغې پېښه کې د ۴ کسانو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی و.
تر هغې ورمخکې (اکتوبر ۱۳مه) د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په امام زمان جومات کې چاودنه شوې وه چې د ځايي طالب چارواکو په وینا ۷ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپي شوي وو.