'افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ستونزمن حالت ته جادويي حل لاره نه لرو'

ملګرو ملتونو کې د سویټزرلنډ سفیرې چې ټاکل شوې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري پر غاړه واخي، ویلي افغانستان کې د طالبانو واکمني یو ډېر ستونزمن حالت دی چې نړیوال ورته یوه جادويي حل‌لاره نه لري.

پاسکال بیریسوېل د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، هیله منه ده د دوحې ناسته دې خبرو ته لار پرانیزي چې له روان حالت سره څه ډول چلن وشي.

خو په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د دوحې د ناستې پر ګډونوالو په ځانګړې توګه د هېوادونو پر ځانګړو استازو غږ کړی چې له بشري حقونو سره په تړاو دې پر خپلو دریځونو ټینګ ودرېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د اسیا څانګې مشرې پتریشیا ګوسمن دا ناسته له یو لړ مغشوشوونکو پیغامونو وروسته د ملګرو ملتونو له لوري جوړه شوې او پرېکړې به یې اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې پر بهیر اغېز کوي.

بل لوري ته په افغانستان کې طالبانو خبرداری ورکړی چې د دوی له حضور پرته هېڅ ډول غونډه به پاموړ پایله ونه لري.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین همالته دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډې ته اشاره کړې چې د تړلو دروازو تر شا پرون ‌پیل شوې غونډه به نن پای ته رسېږي.

طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. ټاکل شوې نړیواله ټولنه په دې غونډه کې له طالبانو سره د تعامل په اړه پر یوه واحد دریځ پرېکړه وکړي.

د دوحې په ناسته کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو او یو شمېر نړیوالو ادارو ۲۵ استازو ګډون کړی.

په دې ناسته کې د افغان مېرمنو نشتون او د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې امینه محمد هغه وینا چې ګواکې دغه غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو پر لارو چارو هم خبرې کېږي، ډېرې نیوکې پارولې وې.