'افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ستونزمن حالت ته جادويي حل لاره نه لرو'

د عکس سرچینه، @SwissAmbUN_NY
ملګرو ملتونو کې د سویټزرلنډ سفیرې چې ټاکل شوې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري پر غاړه واخي، ویلي افغانستان کې د طالبانو واکمني یو ډېر ستونزمن حالت دی چې نړیوال ورته یوه جادويي حللاره نه لري.
پاسکال بیریسوېل د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، هیله منه ده د دوحې ناسته دې خبرو ته لار پرانیزي چې له روان حالت سره څه ډول چلن وشي.
خو په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د دوحې د ناستې پر ګډونوالو په ځانګړې توګه د هېوادونو پر ځانګړو استازو غږ کړی چې له بشري حقونو سره په تړاو دې پر خپلو دریځونو ټینګ ودرېږي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د اسیا څانګې مشرې پتریشیا ګوسمن دا ناسته له یو لړ مغشوشوونکو پیغامونو وروسته د ملګرو ملتونو له لوري جوړه شوې او پرېکړې به یې اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې پر بهیر اغېز کوي.
بل لوري ته په افغانستان کې طالبانو خبرداری ورکړی چې د دوی له حضور پرته هېڅ ډول غونډه به پاموړ پایله ونه لري.

د عکس سرچینه، hrw.org
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین همالته دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډې ته اشاره کړې چې د تړلو دروازو تر شا پرون پیل شوې غونډه به نن پای ته رسېږي.
طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. ټاکل شوې نړیواله ټولنه په دې غونډه کې له طالبانو سره د تعامل په اړه پر یوه واحد دریځ پرېکړه وکړي.
د دوحې په ناسته کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو او یو شمېر نړیوالو ادارو ۲۵ استازو ګډون کړی.
په دې ناسته کې د افغان مېرمنو نشتون او د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې امینه محمد هغه وینا چې ګواکې دغه غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو پر لارو چارو هم خبرې کېږي، ډېرې نیوکې پارولې وې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای











