د امازون ځنګله اوسېدونکي چې زړونه یې ژر نه زړېږي
- Author, الخاندرو میلان والنسیا
- دنده, بيبيسي، بولیویا
مارتینا کانچي ناتې د بولیویا اړوند امازون ځنګله کې مخ پر وړاندې روانه ده او سور وزري بوراګان ترې شاوخوا څرخي.
موږ اړ یو له هغې وغواړو لږ پښه نیولې او دمه شي ځکه زموږ ډله نور ورسره ګام په ګام مزل نشي کولی.
د زېږون سند له مخې، هغه ۸۴ کلنه ده خو کولی شي چې په لسو دقیقو کې دننه دننه د یوکا درې ونې له بېخه راوباسي.
مارتینا کانچي له ۱۶۰۰۰ چیمانې وګړو ده، چې نیمه کوچیانی ژوند لري.
دوی د امازون باراني ځنګل په هغه سیمه کې ژوند کوي، چې د بولیویا د تر ټولو لوی ښار 'لا پاز' شمال خوا ته په ۶۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د هغې پیاوړتیا او ځواک په دې عمر کې د چیمانې خلکو لپاره معمول دی.
ساینسپوهانو موندلې، چې دا کوچنی قوم له روغتیايي اړخه پیاوړي زړونه لري او د دوی ماغزه د شمالي امریکا، اروپا او نورو ځایونو د خلکو پرتله ډېر ورو زړېږي.
دوی د وګړو یوه نادره ډله ده. ښايي د ځمکې پر مخ وروستي انسانان وي، چې ټول ژوند یې په ښکار، څارویو او کرنه ولاړ دی.
مکسیکو پوهنتون کې انسان پېژندونکې هیلارډ کاپلان په مشرۍ یوه ډله له دوو لسیزو راهیسې د دوی په تړاو ساینسي څېړنې کوي.
د چیمانې خلک تل فعال وي، د څارویو ښکار کوي، د خپلو کورونو لپاره چتونه اوبي.
یوازې د دوی لس سلنه وخت هغه هم د ورځې په رڼا کې کم خوځښت لروونکو فعالیتونو باندې تېریږي.
دا په داسې حال کې ده چې په صنعتي هېوادونو کې خلک د ورځني ژوند تر نیم ډېر وخت په کم خوځښت لروونکو فعالیتونو تېروي.
د بېلګې په ډول ښکار کول معمولا تر ۸ ساعتونو ډیر وخت اخلي او ۱۸ کیلومتره مزل ته اړتیا لري.
دوی د مانکي سیند په اوږدو کې ژوند کوي. په منځني ډول له نږدې ښار څخه ۱۰۰ کیلومتره لېرې دي.
دوی پروسس شويو خوړو، الکولو او سګرټو ته کم لاسرسی لري.

څېړونکو موندلې چې چیمانیان یوازې ۱۴ سلنه کالوری له غوړو ترلاسه کوي. په متحدو ایالتونو کې بیا خلک ۳۴ سلنه کالوري له غوړو څخه ترلاسه کوي.
د دوی په خوړو کې فایبر زیات وي او ۷۲ سلنه کالوري له کاربوهایډریټ څخه ترلاسه کوي.
په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې ۵۲ سلنه کالوري له کاربوهایډریټ ترلاسه کېږي.
دوی اړتیا وړ پروټین د مرغانو، څارویو او کبانو په څېر له هغو ژویو څخه ترلاسه کوي، چې ښکار کوي یې او د خوړو پخولو کې معمولا غوړي نه کاروي.
په سانتا باربرا کې د کالیفورنیا پوهنتون د پروفیسور کپلان او د هغه د همکار مایکل ګورون د څېړنې لومړنی کار د انسان پېژندنې له اړخه دوی ته کتل وو.
خو په دې لړ کې دوی وموندله، چې د چیمانې بوډاګان لکه د نړۍ د نورو سیمو د زړو خلکو په څېر عامې ناروغۍ نه لري لکه د وینی لوړ فشار، شکر، او د زړه ناروغۍ.
په ۲۰۱۳ کال کې یوې خپرې شوې څېړنې دوی ته پام لا زیات ور واړوه.
یوې ډلې چې مشري یې د زړه د ناروغۍ متخصص رانډال سي تامپسن کوله، د سيټي سکن په کارولو سره د مصر، انکا او اننګان د وګړو ۱۳۷ لرغوني مومیايي معاینه کړل.

لکه څنګه چې د انسانانو عمر په تېریدو سره د وینې غوړ، د رګونو ډبلېدل، د زړه د شیریانونو بندېدل او ورته نورې ناروغۍ پیدا کېږي.
دوی دا نښې په ۴۷ میايانو کې پیدا کړې. دې هغه فرضیه وننګوله چې ګواګې دا ناروغۍ له عصري ژوند سره تړلې دي.
دوو نورو څیړنېزو ډلو هم ورته ګام پورته کړ.
دوی د ۷۰۵ تنه چیمانیانو چې د ټولو عمرونه له ۴۰ کلونو پورته وو، سي تي سکن معاینات ترسره کړل، چې د وینې په رګونو کې یې ذخیره شوي کلسیم اندازه کړي. (کلسیم سکور) چې د وینې رګونو بندېدو او د زړه د حملې نښه ده.
د دوی د څیړنو پایلې او موندنې په لومړي ځل ۲۰۱۷ کال کې په لانسیټ ساینسي ژورنال کې خپرې شوې.
د دغو موندنو له مخې د ۶۵ سلنه چیمانیانو چې عمرونه د ۷۵ کلونو پورته وو، رګونو کې ذخیره شوي کلسیم نه درلودل.
خو که په پرتلیز ډول وکتل شي، د ورته عمر امریکانو شاوخوا ۸۰ سلنه دا ستونزه لري.

کپلان دا په دې ډول بیانوي: "د یوه ۷۵ کلن چیماني سړي د وینې رګونه د ۵۰ کلن امریکایي په څیر دي."
د څېړنې د دویم پړاو راپور د علومو اکاډمۍ په ژورنال کې خپور شو.
دوی وموندله چې د چیمانې د لوړ عمر وګړو کې د برتانیا، جاپان او امریکا په څېر د صنعتي هېوادونو د ورته عمر وګړو پر تله د مغزو د زړښت یا کوچني کېدو احتمال ۷۰ سلنه کم وي.
ډاکتر ډینیل ایډ رودریګز وايي: "موږ د چیمانې په ټول نفوس کې د الزایمر کومه قضیه ونه لیده. دا یو مهم ټکی دی."
په هر حال د چیماني خلکو د عمر اندازه او د کلونو شمېر ډېر کره هم نه دی. ځکه له دوی ځینې حساب نه پوهېږي.
ساینسپوهان پر دې باور دي، چې د چیمانې ټولو وګړو په خپل ژوند کې یو ډول انفیکشن یا پرازیت تجربه کړی یعنی ناروغه شوي دي.
دوی د دې خلکو په بدنونو کې د ناروغیو د میکروبونو او مختلف التهابونو لوړه کچه هم موندلې او دا په ګوته کوي، چې د دوی بدنونه په دوامداره توګه د بېلابېلو انتاناتو سره مبارزه کړې.
دې کار څېړونکي حیران کړي، چې ایا د ماشومتوب انتانات سپورت ډوله فعالیتونه او د خوړو رژیم د چیمانې پاخه عمر کسانو د سالمې روغتیا لامل دی.
البته، د دې کوچنۍ ټولنې ژوند په تدریجي ډول بدلېږي.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې ځنګلي اورونو شاوخوا دوه میلیونه هکتاره ځنګلونه او شاوخوا ځنګلي سیمې ویجاړې کړې دي.
دا د ځنګلي ژویو د تېښتې لامل کېږي چې چیمانیان کوي چې پخپله د څارویو پالنه وکړي.
ډاکتران وايي، چې د ماشین لرونکو بېړیو کارونې هم د دوی د ژوند بڼه بدله کړې ده.
دغو بېړیو بازارونو او د بورې، اوړو او غوړیو په څېر خوراکي توکو ته د چیمانيانو لاسرسی اسانه کړی دی.

شل کاله وړاندې په سیمه کې د شکرې ناروغۍ نادره وه.
اوس دا ناروغي په تدریجي ډول لیدل کېږي او د خلکو د کولیسټرول کچه ان د ځوانانو په منځ کې هم لوړه شوې ده.
ډاکتران وايي: "د دوی په عادتونو کې هر کوچنی بدلون د دوی د روغتیايي حالت د بدلون لامل کېږي."
تېرو ۲۰ کلونو کې د څېړونکو ورتګ د چیماني خلکو پر ژوند اغېزه کړې او دوی ته یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی اسانه کړی دی، لکه د هډوکو ماتیدو او د مار چیچلو درملنه.
خو یو چیمانی وګړی چې دا جدي نه نیسي او په خندا وايي:
"زه له مرګه نه وېرېږم. ځکه دوی ما ښخوي او زه به هالته ارامه او بې حرکته وم."












