امازون ځنګل: د اقليم فعالان يې په وهلو اندېښمن دي
په نړۍ کې د اقلیمي بدلون منفي اغېز کابو کولو کې یو مهم ځای د امازون ځنګل دی چې اوس تر برید لاندې دی.
په برازیل کې، چې د نړۍ تر ټولو لوی ځنګل په کې دی، له هغه راهیسې چې ولسمشر جاییر بولسنارو واک ته رسېدلی دی، د ونو پرې کول بېخي ډېر شوي دي.
ولسمشر بولسنارو وايي چاپیریال ته ژمن دی خو امازون د برازیل ملکیت دی نه د ټول بشریت. دې ځنګله ته ډېری په دې سترګه ګوري چې ورسره به د اقلیمي بدلون منفي اغېزې کمې شي.
داسې چې په نړۍ کې د چاپیریال په تاوان ککړ غازونه جذبوي.