"زه پر شوروي ځواکونو د سټېنګر توغندیو د برید لومړنی قوماندان وم"

انجنیر غفار د شوروي ځواکونو پر وړاندې د سټېنګر توغندیو د لومړي برید قومانده پر غاړه لرله.
د عکس تشریح، انجنیر غفار د شوروي ځواکونو پر وړاندې د سټېنګر توغندیو د لومړي برید قومانده پر غاړه لرله.
    • Author, علي حسیني
    • دنده, بي بي سي

هغه مهال چې انجنیر غفار د ۱۹۸۶ کال په اګست کې له افغانستانه پاکستان ته د ۱۰ تر ۱۵ کسانو یوې ډلې سره وغوښتل شو، نه پوهېده چې دوی به داسې بریدونه پیل کړي، چې ورسره به د شوروي د هوايي ځواک الوتکې او چورلکې څومره چې په افغانستان کې الوتنې کوي، هومره به په نښه کېږي.

هغه وخت، شاوخوا اوه کاله تېر شوي وو، چې شوروي ځواکونه له مجاهدینو سره د جګړې لپاره د افغان حکومت په ملاتړ افغانستان ته ورغلي وو او ملاتړ یې ترې کاوه. په ورته وخت کې، امریکا پرېکړه وکړه چې په لومړي ځل مجاهدینو ته یوه نوې امریکایي وسله ورکړي: سټېنګر، یو توغندی چې له اوږې توغول کېده.

د سعودي عربستان د اطلاعاتي سازمان د استخباراتو مشر ترکي فیصل (۱۹۷۹-۲۰۰۱) په وینا، "سټېنګر توغندي په ۱۹۸۱ کال کې امریکایي ځواکونو ته ووېشل شول، خو کله هم په جګړه کې نه وو کارول شول او د جوړولو ټیکنالوژي یې پټه پاتې وه،‌دا اندېښنه وه، که سټېنګر په افغان جګړه کې وکارول شي، نو ډېر ژر به شوروي اتحاد ته لار وباسي، ښايي د جایزې په توګه یا د خاد (دولتي امنیتي استخباراتو) پر کارکوونکي وپلورل شي. دا امکان هم موجود و چې ښايي د ایرانیانو یا ان د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي. "د پاکستان ولسمشر ضیاء الحق هم په دې تړاو اندېښنه لرله، چې ښايي د دغو توغندیو په وسیله ووژل شي، ځکه د هغه د وژلو لپاره څو ځلې هڅې شوې وې او دا اندېښنه ورسره وه چې دا توغندي به د هغه الوتکو پر ضد وکارول شي."

افغان زده کوونکي، پاکستاني ښوونکي او د امریکايي سټېنګر توغندیو ټولګی

انجنیر غفار د سټېنګر توغندیو د توغولو د صحنې په تړاو خپل انځور ښيي.
د عکس تشریح، انجنیر غفار د سټېنګر توغندیو د توغولو د صحنې په تړاو خپل انځور ښيي.

په داسې یوه چاپېریال کې انجنیر غفار او د هغه ملګري، چې ټول د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په ګوند کې وو، د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ په یوه سیمه کې چې هوایي ډګر ته نژدې وه، مېشت شول.

څلوېښت کاله وروسته، هغه په دې وروستیو کې له بي بي سي سره د مرکې لپاره د کمرې مخې ته ناست و او د هغه وخت جزئیات یې ښه په یاد دي. لومړنۍ افغان ډله چې د سټېنګر توغندیو توغول یې زده کول، شاوخوا ۳۰ ورځې یې د عملیاتو لپاره په چمتووالي کې تېرې کړې وې.

د دوی روزونکي پاکستانيان وو چې له دوی لږ وخت مخکې په امریکا کې روزل شوي وو. خو امریکایانو ټول بهیر څاره. د امریکایانو له ډلې یوه یې په روسي ژبه خبرې کولې او ځینې وختونه یې د انجینر غفار (چې هغه په روسي ژبه پوهېده) او پاکستانیانو ترمنځ یې اردو ویله، د ژباړونکي په توګه کار کاوه.

دوی هوایي ډګر ته نژدې ځای پر ځای شوي وو او دا ځای د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د الوتکو او چورلکو د الوتنو پر مهال د سټېنګر توغندیو ته ورته تمرین لپاره یو ښه ځای و، چې څنګه سټېنګر پر هدف د لګېدو لپاره چمتو کړي.

د انجنیر غفار په وینا، "کله چې روزنه پای ته ورسېده، دوی موږ ته وویل چې ځانونه افغانستان ته د تګ لپاره چمتو کړو." یوه مسله د دوی لپاره ډېره مهمه وه او هغه د برید لپاره د مشخصې ورځې پر ټاکلو د دوی ټینګار و. دا سخته وه، ځکه افغانستان ته د بېرته ستنېدو لاره له ستونزو او له نه اټکل کېدونکو پېښو ډکه وه. "په پای کې، موږ درې ورځې وټاکلې او ویې ویل چې موږ به په منځنۍ ورځ برید وکړو."

انجنیر غفار وروسته دې پایلې ته ورسېد چې د برید د دقیقې نېټې پر ټاکلو د امریکایانو ټینګار د دې لپاره و، چې دوی د سپوږمکیو په کارولو له هوا عکسونه واخلي او څارنه یې وکړای شي.

یو افغان مجاهد چې سټېنګر توغندی لري او غواړي نښه ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو افغان مجاهد چې سټېنګر توغندی لري او غواړي نښه ونیسي.

سټېنګر څنګه افغانستان ته یوړل شول؟

کله چې انجنیر غفار او د هغه ملګري د ډيورنډ کرښې ته ورسېدل، دوی ته اصلي سټېنګرونه ورکړل شول. د سټینګر ټول وزن شاوخوا ۱۵ کیلوګرامه و او هر یو یې په یوه بکس کې ځای پر ځای شوی و. "موږ د مهمند ایجنسۍ له لارې افغانستان ته راستانه شوو." دوی موږ ته وویل، که تاسو په سیند کې بند پاتې شئ، کولی شئ پر دې بکسونو کښېنئ او له اوبو تېر شئ. موږ د سټینګر بکسونه په کچرو غرونو ته ولېږدول. موږ سټینګر له بکسونو را وایستل او د وسله والو ترمنځ مو ووېشل. موږ درې ـ څلور ډلې وو، چې هرې یوې ته یې سټېنګر ورکړل شوی وو. "په هره ډله کې یو وسله وال و چې د سټېنګر توغولو لپاره روزل شوی و، د ډلې پاتې وسله والو باید امنیت ټینګ کړی او د سټېنګر په لېږد کې مرسته کړې وای."

د سټېنګر لومړۍ ناکامه توغونه

انجنیر غفار له شاوخوا ۴۰ کسیزه ډلې سره د افغانستان په ختیځ د جلال اباد ښار شمال خوا ته حرکت وکړ. "ما ټول له چا سره د تماس نیولو یا چېرې تګه منع کړل، چې افشا نه شو." د برید ځای د بهسودو په ولسوالۍ کې و، چې د جلال اباد هوايي ډګر سره نژدې او شاوخوا درې نیم کیلومتره لېرې و. الوتکې او چورلکې د درې کیلومتره په واټن کې د هوايي ډګر شاوخوا ګرځېدې او موږ ته نژدې کېدې. کله مې چې خپله ډله ووېشله، ورته ومې ویل دعا وکړئ چې خدای دې موږ ته د توغندي (توغولو) زمینه برابره کړي او بریالي شو. "تصادفا په همدې ورځ، د چورلکو یوه لویه ډله له کابله جلال اباد ته د اکمالاتو لپاره راغله."

سټیو کول په خپل مشهور او مفصل کتاب، "د ارواوو جګړه" کې لیکلي: "اته شوروي اېم ای ۲۴ ډي چورلکې د جلال اباد هوایي ډګر ته نژدې شوې. غفار خپل توغندی را واخیست نښه یې ونیوله، د توغندي توغولو له سره د تور پلاستیک پر تڼۍ یې لاس کېښود او ماشه یې کش کړه. لومړی ډز خطا ولاړ... وران شو، توغندی څو سوه متره لېرې په کمرونو ولګېد. خو بل توغندی له دښتې تېر شو او مخامخ پر یوې چورلکې ولګېد، له لګېدو سره یې سم د اور په یوه ټوټه بدله شوه. "په چټکۍ نور توغندي وتوغول شول او دوه نورې چورلکې وغورځېدې، چې روسۍ عمله پکې ووژل شوه."

د سټینګر توغندیو ډیری برخه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند ته ورکړل شوې وه.
د عکس تشریح، د سټېنګر توغندیو ډېره برخه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند ته ورکړل شوې وه.

مهرباني وکړئ زموږ د مبارکۍ پیغام خپور کړئ

یوه ورځ وروسته، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت یو حیرانوونکی پیغام ترلاسه کړ: په تصادفي ډول، د امریکا یوه (کې اېچ ۱۱) جاسوسي سپوږمکۍ د سیمې له پاسه تېرېده او په منظم ډول یې د افغانستان د جګړې د ډګر انځورونه اخیستل. سپوږمکۍ د جلال اباد د هوايي ډګر یو روښانه انځور لېږدولی و، چې په هوايي ډګر کې د سوځېدلو اوسپنو پاتې شونې ښيي چې یو وخت چورلکې وې.

د لانګلي (د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، سي ای اې بل نوم) په بریالۍ لهجه پیغام لېږلی و:

"د سپوږمکۍ انځورونه تاییدوي چې په جلال اباد کې درې الوتکې ویجاړې شوې دي." لکه څنګه چې رپوټ ورکړل شوی، مهرباني وکړئ د دې دندې د بریالي بشپړېدو په اړه زموږ د مبارکۍ پیغام خپور کړئ."

د حرکت اسلامي ګوند مجاهدین د سنګلاخ په سیمه کې د یوې چورلکې ټوټو ته نژدې ولاړ دي. دوی دا چورلکه په سټېنګر ویشتلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حرکت اسلامي ګوند مجاهدین د سنګلاخ په سیمه کې د یوې چورلکې ټوټو ته نژدې ولاړ دي. دوی دا چورلکه په سټېنګر ویشتلې وه.

داسې خوښ وو لکه ماشومان چې د فوټبال په لوبغالي کې وي

د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې هغه وخت عمومي مشر ترکي فیصل په خپل کتاب "د افغانستان قضیه" کې لیکلي: "د توغندیو د توغولو له صحنو ویډیو اخیستل شوې وه. دا کار د توغندیو د ناوړه ګټې اخیستنې یا ناسم استعمال د مخنیوي په موخه وشو. په یوه پېښه کې (د هدف تر وېشتلو وروسته) فلم اخیستونکی په ولولو راغلی و، هم یې منډې وهلې او هم یې فلم اخیست. ما وروسته هغه څه ولیدل چې هغه ویډیو ترې اخیستې وه؛ "په هغه ویډیو کې تر ډېره د اسمان، بوټو او ځمکې نا څرګند انځورونه وو... هغه فلم رونالډ رېګن ته هم وښودل شو، چې ډېر یې خوښ شوی و."

د انجنیر غفار په وینا، وروسته دوی ته یو ډول کمرې ورکړل شوې چې په عادي عکس خونو کې یې عکسونه د چاپ وړ نه وو. "دوی به خپله کمره واخیسته او چاپ به یې کړل."

سي ای اې د سټېنګر توغندیو وېشتونکو ته وېډیو کمرې هم ورکړې. په فلمونو کې ښوول شوي وو چې د مجاهدینو ځواکونه څنګه د چورلکو د غورځېدو پر مهال خوښي کوله او د سي ای اې د یوه کارکوونکي په وینا، "دا د فوټبال په لوبغالي کې د ماشومانو لوبې ته ورته فلم په څېر ښکارېده." "هر چا ښکته پورته ټوپونه وهل."

یو شمېر سټېنګر توغندي ورک شول او د نړۍ مختلفو برخو ته قاچاق شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سټینګر یو شمېر توغندي ورک او د نړۍ مختلفو برخو ته قاچاق شول.

د شوروي اتحاد لپاره نا امنه فضا

په اسلا اباد کې د هغه وخت د سي ای اې د دفتر مشر میلټ بیرډن په وینا، شورويانو د جلال اباد هوايي ډګر وتاړه او د پلټنې لپاره یې یوه تحقیقاتي ډله هلته واستوله. شورويانو وویل، "ښه، سټېنګر د جګړې ډګر ته ننوتلی دی."

ویل کېږي یو کال وروسته، د افغانستان شاوخوا نیمایي فضا د شوروي له ځواکونو پاکه شوه.

انجینر غفار په داسې حال کې چې په انځور کې هغه د سټېنګر د توغولو په حال کې ښيي، اشاره کوي او وایي، "موږ دوی په لوړو او ټیټو کې ویشتلې، ډاډه یم چې ما ۱۲ چورلکې ویشتلې دي."

د امریکا پوځ د استخباراتو د هغه وخت مشر لیونارډ پییروټ په وینا، "د ۱۰۰ ورځو په موده کې، شورويانو هره ورځ یوه چورلکه له لاسه ورکوله."

ایران، مرکزي اسیا او منځنی ختیځ د سټېنګر پیرودونکي

د انجنیر غفار په وینا، لومړي سټېنګرونه د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند ته ورکړل شوي وو او دویمه ډله د مولوي خالص اسلامي ګوند وه.

د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند او د محمد اصف محسني په مشرۍ د حرکت اسلامي ګوند ته هم یو شمېر سټېنګر ورکړل شوي وو.

انجنیر غفار وریادوي: "کله چې روسان ووتل، دا مسله راپورته شوه چې امریکایان غواړي سټېنګر راټول کړي. له ما سره درې سټېنګر وو، ځینو خلکو له ما ایخوا دېخوا کړل... زموږ خپلو مجاهدینو، (دوی ویل) دلته یا هلته مو ایښې دي، چې بالاخره ورک شول، ځکه امریکایانو په لوړه بیه اخیستل، د سوداګرو ترمنځ یې هم پېر او پلور روان و. په لومړي سر کې، چا نه څارله، خو وروسته موضوع توده شوه."

"پاکستانیان فعال شول. یو وخت، خدای بښلي حاجي قدیر ته، چې د ننګرهار والي و، پاکستانیان راغلل او ویې ویل، انجینر غفار سټېنګر لري، دا زموږ لپاره واخله. حاجي قدیر، چې زموږ ملګری و، ډېره هڅه وکړه، ما وویل، "دا ( له ما سره) پرېږده، ځکه ما دا کارولي دي، زه یې هېچا ته نه ورکوم." پرېږده چې له ما سره وي، پرېږده چې دا په راتلونکي کې زموږ سره د یوې لاسته راوړنې په توګه وي. حاجي قادر ډېر مجبور کړم، دا چې هغه زموږ ملګری و، زموږ والي و، بیا پاکستانیانو توغندي رانه واخیستل. "خو زه نه پوهېږم چې دوی دا امریکایانو ته ورکړل، یا یې پخپله واخیستل. له هغه وروسته زه نه پوهېږم چې څه شول."

د طالبانو یو شمېر ځواکونه له سټېنګرونو سره یوې هندۍ الوتکې ته نژدې ولاړ دي چې د پاکستاني وګړو لخوا تښتول شوې وه او کندهار ته وړل شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو یو شمېر ځواکونه له سټېنګرونو سره یوې هندۍ الوتکې ته نژدې ولاړ دي چې د پاکستاني وګړو لخوا تښتول شوې وه او کندهار ته وړل شوې وه.

د ترکي فیصل په وینا: "ډېر ژر یو شمېر سټېنګرونه ورک شول. د یونس خالص ګوند یو شمېر مجاهدین، چې له کوټې هرات ته روان وو، د ایران خاورې ته ننوتي وو، یا ښايي دوی په تېروتنې د ایران له پولې تېر شوي وو او د ایراني سرحدي ساتونکو لخوا ونیول شول. دوی سره څلور توغندي وېشتونکي او ۱۶ توغندي وو. د یونس خالص او برهان الدین رباني لخوا چې له ایرانیانو سره یې ډېرې ښې اړیکې درلودې، د توغندیو د بېرته ترلاسه کولو هڅې ناکامې شوې. ایرانیانو د مختلفو بهانو په کارولو د سټېنګرونو بېرته ورکول وځنډول. د دې پېښې معنا دا وه چې د یونس خالص ګوند ته به بیا هېڅکله سټېنګر ور نه کړل شي. خو دې پېښې کومه جدي پایله نه درلوده. "سټېنګر توغندي هېڅکله د ایرانیانو یا کومې ترهګرې ډلې لخوا ونه کارول شول."

تر هغه وخته چې طالبانو کابل ونیو، اټکل کېده چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې پر مهال د سي ای اې لخوا د وېشل شويو شاوخوا ۲۳۰۰ سټېنګر توغندیو له ډلې ۶۰۰ یې ورک وو. د سټېنګر د اخیستو لپاره په ټوله مرکزي اسیا او منځني ختیځ کې یو فعال بازار را څرګند شو. د یوه مشهور امریکایي خبریال سټیو کول په وینا، ایرانیانو څومره چې کولی شول سټېنګر توغندي یې واخیستل. د سي ای اې د افسرانو د اټکل له مخې ایران شاوخوا ۱۰۰ سټېنګر توغندي ترلاسه کړي دي.

د بشپړ سټېنګر د اخیستلو بیه له اویا زرو تر ۱۵۰ زرو ډالرو ته رسېده. سي ای اې د سټېنګر توغندیو د بېرته ورستنولو لپاره خپلو ملګرو ته هم لاس ور اوږد کړ. هغه شان چې سټیو کول لیکلي د سعودي د استخباراتي ادارې د عمومي رییس ترکي فیصل د کارکوونکو مشر احمد بادیب ان سومالیا ته هم الوتنه وکړه، هغه سټینګرونه راوړي چې افریقا ته قاچاق شوي وو او بېرته یې امریکایانو ته ورکړي.