اوکرایین ته اجازه ورکړل شوې، چې د امریکايي وسلو پر مټ په روسیه کې دننه ځینې هدفونه په نښه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر جو بایډن اوکرایین ته اجازه ورکړې، چې د هغو وسلو پر مټ چې امریکا ورکړې، په روسیه کې دننه هدفونه په نښه کړي، خو دا هدفونه باید یوازې خارکایېف سیمې ته نژدې په نښه کېدای شي.
یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''ولسمشر په دا وروستیو کې خپل ټیم ته ویلي، ډاډ دې ترلاسه کړي، چې اوکرایین وکولای شي، په خارکایېف سیمه کې د ځوابي ګوزارونو لپاره امریکايي وسلې وکاروي، چې اوکرایین وکولای شي پر روسي ځواکونو ځوابي ګوزارونه وکړي او یا پر هغوی د ګوزارونو لپاره چمتو واوسي.''
په داسې حال کې چې په روسیه کې دننه د اوږده واټن ګوزار نه کولو په هکله د واشنګټن پالیسي نه ده بدله، داسې ښکاري چې مسکو به یې وروستیو اقداماتو ته د تاوتریخوالي ډېرولو په نظر وګوري.
د یادونې ده، چې روسي ځواکونو په دا وروستیو کې له یوه ناڅاپي یرغل وروسته په دې سیمه کې چې له روسیې سره پولې ته څېرمه پرته ده، یو شمېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.
له دې مخکې بریتانیا اشارتاً ویلي و، دوی به د اوکرایین له لوري د هغو وسلو کارولو څرنګوالي بندیزونو اسانولو کې سختي و نه کړي، چې لوېدیځوالو اوکرایین ته ورکړې دي.
خو واشنګټن چې اوکرایین ته یې د وسلو ستره زېرمه ورکړې، د تاوتریخوالي ډېرېدو اندېښنو له کبله د محدودیتونو نرمولو سره مقاومت کاوه.
امریکايي چارواکي بي بي سي ته په دې هکله وویل: د پوځي تکتیکل توغندیز نظام (اې ټي اې سي ایم اېس) یا په روسیه کې دننه د اوږده واټن ګوزارنو په تړاو زموږ پالیسي نه ده بدله شوې.
کله چې په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس پوښتنه وکړه، چې ایا په نوې پالیسۍ کې پر روسي الوتکو د ګوزار کولو اجازه هم شامله ده؟ امریکايي چارواکي وویل: ''موږ دوی ته (اوکرایینیانو ته) نه دي ویلي چې دوی نه شي کولای د روسیې په خاوره کې دننه هغه روسۍ الوتکې په نښه کړي، چې پر دوی د برید لپاره راځي.''
د یادونې ده، چې سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر چارشنبه مالدوا ته د سفر په ترڅ کې د پالیسۍ بدلون په هکله اشارتاً خبره کړې وه. نوموړي ویلي و: ''موږ د لارې په اوږدو کې پر هر ګام همغږي کړې ده او مخکې به هم کټ، مټ همداسې کوو.''











