د امریکا ګانګرېس اوکرايين ته د ۶۰ ميلياردو ډالرو مرسته تصويب کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا کانګرېس اوکرایين ته د څه باندې ۶۰ ميلیارده ډالرو په اندازه د مرستو لايحه تصویب کړه. خو روسيې بيا په ځواب کې ويلي چې دا مرستې به د اوکرايين لپاره د لا زياتې تباهۍ لامل شي.
دواړو جمهوريپالو او دیموکراتانو په یوه کمساري ګام کې پر دغه مرسته هوکړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د امریکا کانګرېس په دې رایې ورکولو په نړیواله کچه د امریکا د رهبرۍ په اړه روښانه پیغام ورکړ. نوموړي ویلي غواړي ژر دا مصوبه د قانون په توګه لاسلیک کړي تر څو هر څو ژر اوکرایین ته هغه وسلې او وسایل ولېږلی شي چې د جګړې په ډګر کې يې بېړنۍ اړتیا ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلينسکي ویلي چې له میاشتو ځنډ وروسته اوس د امریکا د استازو جرګې د دغه تأئید منندوی دی.
په دغه مرسته کې د کېيف لپاره ګڼ د اړتیا وړ مهمات او هوايي دفاعي ډال سیستم هم شامل دی.
ولسمشر زېلينسکي ویلي چې دا به هم په اوکرایین کې د ګڼو کسانو ژوند وژغوري او هم به امریکا لا پیاوړې ښکاره کړي.
د امریکا په کانګرېس کې دغه رایه اچونه شپږ میاشتې وځنډېده چې په دې موده کې اوکرایین د مهماتو له کمي سره هم مخ شو او روسیې ته يې لا ډېره ځمکه وبایلله.
د امریکا د کانګرېس غړي مایکل مککال د کانګرېس غونډې ته پر اوکرایین د روسیې روانه جګړه په ۱۹۳۹ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر آزادیو او دیموکراسۍ د هېټلر له جګړې سره ورته وبلله.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم اوکرایین ته د دغې مرستې د ورکول کېدو مخالفین هم کم نه وو. افراطي ښي اړخې جمهوريپالې کانګرېس غړې مارجري ټېلرګرين اوکرایین ته د امریکا ورکړې مرستې هم بې حساب کتابه وبللې.
دا وايي، د امریکا د مالیه ورکوونکو ۱۱۳ مېلیارده ډالره وار له مخه اوکرایین ته ورکړل شوې چې د ډېرې برخې يې حساب کتاب نه دی شوی.
نوموړې دا مرسته په بهر کې د جګړو ملاتړ وباله، هغه څه چې د دې په وینا امریکايي وګړي يې ملاتړ نه کوي، ځکه د دې په وینا حکومت د خپلو پولو د خوندي کولو لپاره څه نه کوي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملېن هم ویلي چې د امریکا دغه مرسته به د لا ډېرو مړینو لامل شي.
د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف ویلي، دا بسته به امریکا لا بډایه، اوکرایین لا ډېر وران او د لا ډېرو اوکراینیانو د مړینې لامل شي.
د امریکا په کانګرېس کې د بهرنیو مرستو په دغو بستو کې چې د شنبې په ورځ تصویب شوې د اسرائیل او تایوان لپاره هم مرستې شاملې دي. دغه راز پکې د غزې، هېتي او نورو جګړو ځپلو سیمو لپاره بشري مرستې هم شاملې دي.
دا مصوبه به اوس د امریکا د ولسمشر لاسلیک ته تر ورتګ او پر قانون بدلېدو وړاندې مشرانو جرګې ته ځي او تمه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې يې دا پړاوونه بشپړ شي.











