د پولنډ لومړی وزیر:‌ جګړه رښتینی خطر دی، اروپا چمتووالی نه لري

اوکرایین

د عکس سرچینه، OMAR MARQUES/ANADOLU

د پولنډ لومړي وزیر ډونلډ ټوسک په زغرده خبرداری ورکړی چې اروپا له جګړې مخکې دورې ته ننوتې ده او دا چې که اوکرایین د روسیې لخوا مات شي، نو په اروپا کې به هېڅوک ځان خوندي احساس نشي کړای.

هغه اروپايي رسنیو ته ویلي "نه غواړم چې څوک ووېروم، خو جګړه نور د تېر وخت مفهوم نه دی... دا واقعیت دی او څه باندې دوه کاله مخکې پیل شوی."

ښاغلي ټوسک دا څرګندونې داسې مهال کړې چې روسیې تېرو اونیو کې پر اوکرایین بمبارۍ شدیدې کړې او تازه یې دغه هېواد نور توغندي هم ورولي دي.

د اوکرایین هوايي ځواک ويلي، ۵۸ روسي ډرونونه او ۲۶ توغندي یې شنډ کړي دي.‌

بلخوا د دغه هېواد لومړی وزیر دېنیس شمېهال وايي، په تازه بریدونو کې د ختیځ، لوېدیځ او مرکز په شپږو سیمو کې د انرژۍ تاسیساتو ته زیانونه اوښتي دي.

ډونلډ ټوسک د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ هم د پولنډ لومړی وزیر او ورپسې د اروپايي شورا مشر پاتې شوی دی.

دی وايي،‌ ولسمشر پوتین وار له مخه له شواهدو پرته مسکو کې د وروستي ترهګریز برید د پړې ګوته اوکرایین ته نیولې او داسې ښکاري چې هڅه کوي دغه هېواد کې پر ملکي اهدافو د سترو بریدونو توجیه کېدو ته لارې ومومي.

ښاغلي ټوسک دې ته هم اشاره وکړه چې روسیې روانه اوونۍ لومړی ځل پر کیېف له غږ د چټکو توغندیو بریدونه وکړل.

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA-EFE/JAKUB SZYMCZUK/KPRP

د عکس تشریح، ډونلډ ټوسک (ښی) او د پولنډ ولسمشر اندرېج ډوډا روانه میاشت سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ سره ولیدل

د پولنډ لومړي وزیر ویلي، که اروپا له پوځي اړخه پر ځان ډېره بسیا شي، نو که په امریکا کې د نومبر میاشتې ولسمشرې ټاکنې له ډونلډ ټرمپ او جو بایډن هر یو ګټي، اروپا به یې ښه شریکه وي.

نوموړي زیاته کړه دا په دې مانا نه ده چې اروپا دې له متحدو ایالتونو پوځي خپلواکي او یا له "ناټو سره بل موازې جوړښت" غواړي.

پولنډ اوس د خپل اقتصاد ۴ سلنه پر دفاعي برخه لګوي. د ناټو نور اروپايي غړي باید د خپلو ناخالصو ملي عوایدو ۲ سلنه برخه پوځي لګښتونو ته ځانګړې کړي او په ټوله کې اروپايي ټولنه باید د خپل امنیت ساتنې ته چمتو وي.

پر اوکرایین له پراخ یرغل راهیسې لویدیځ سره د روسیې اړیکي د سړې جګړې له بدو ورځو راورسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

خو ولسمشر پوتین روانه اوونۍ وویل چې مسکو د ناټو پر غړو هېوادونو د تېرې هېڅ نه لري.

نوموړي دا نظریه هم په چورلټ ډول بې‌منطقه وبلله چې ګوندې پر پولنډ، بالتیک هېوادونو او چک جمهوریت به برید وکړي.

خو هغه په ورته وخت دا ګواښ هم وکړ چې که اوکرایین د هر هېواد له هوايي ډګره د لوېدیځ اېف-۱۶ جنګي جېټونه وکاروي، نو "که هغه هر ځای وي، مشروع هدف به وګرځي."

اوکرایین

د عکس سرچینه، HANNIBAL HANSCHKE/EPA-EFE

د عکس تشریح، ډونلډ ټوسک (ښی) د جرمني او فرانسي له مشرانو سره

دا لومړی ځل نه دی چې د پولنډ لومړی وزیر له جګړې د مخکې وضعیت خبرداری ورکوي.

هغه د روانې میاشتې لومړیو کې د اروپا منځلارو ښي اړخو مشرانو ته هم ورته پيغام ورکړی و.

ډونلډ‌ ټوسک ویلي، دی چې کله تېر ځل لومړی وزیر و، نو هغه مهال هم له پولنډ او بالتیک هېوادونو ورهاخوا ډېرو کمو اروپايي مشرانو دا درک کوله چې روسیه څومره جدي خطر دی.

نوموړي د سویډن او فنلنډ یادونه کړې چې یو وخت د سوله غوښتنې او بې‌طرفۍ بېلګې وې، خو اوس د ناټو غړي دي.

هغه څو اروپايي مشران ستایلي او د پولنډ، فرانسې او جرمني ترمنځ یې د امنیتي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.