پوتین وایي "هغوی ته به سزا ورکوي چې د برید تر شا دي"
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مسکو بريد په اړه خپل لومړي غبرګون کې ويلي، بريد کې ښکېل ټول څلور کسان نیول شوي. وايي دوی هڅه کوله چې وتښتي، او دوی د اوکرايين پولې پر لور روان وو.
د روسیې ولسمشر دغه برید "وحشي کړنه" بللې او له ډاګټرانو یې مننه کړې چې د پېښې ټپیان یې درمللې دي. ولسمشر پوتین ګواښ وکړ "هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د دغه برید تر شا دي."





