اوکرایین کې د انرژۍ پر زېربناوو د روسیې تازه بریدونه؛ زېلېنسکي وايي دفاعي سیستمونو ته اړتیا جدي ده
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي دغه هېواد کې د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې د تېرې شپې له بریدونو وروسته یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې د هوايي دفاع سیستمونو ته جدي اړتیا لري.
ښاغلی زېلېنسکي وايي اوکرایین "اوږده بحثونه" نه غواړي.
هغه دا څرګندونې ظاهرآ متحدو ایالتونو له کیېف سره د مرستو د دوام په تړاو سیاسي ناندریو او اختلافاتو ته په اشارې کړې دي.
امریکا کې د کانګرس جمهوریپالو غړو له څو میاشتو راهیسې له اوکرایین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو وړاندیز شوې ټولګه ځنډولې ده.
له اوکرایینه رپوټونه وايي، د روسیې په تازه بریدونو کې په کیېف، خارکیف، زاپوریژیا، اودیسا او لېویو سیمو کې د برېښنا د تامین شبکې ته زیاتونه اوښتي دي.
ویل کېږي پلازمېنه کیېف کې یوه برېښنا کوټ په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
په اودیسا او خارکیف کې د دوو نجونو په ګډون ۷ کسان هم وژل شوي دي.
اودیسا کې برید داسې مهال شوی چې ځايي اوسېدونکو د دویمې نړیوال جګړې پر مهال له د جرمني له نازي ځواکونو د دغه ښار د ازادېدو مراسم نمانځل.
چارواکي وايي په دغه برید کې د یوې لس کلنې نجلۍ به ګډون ۴ کسان وژل شوي دي.
له روسیې سره د اوکرایین شمالي پولې ته نږدې بریدونو کې هم یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او دوه ښځې وژل شوې دي.

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین ولسمشر ویلي د انرژۍ پر تاسیساتو تازه بریدونو لپاره ۴۰ توغندي او همدومره چاودېدونکي ډرونونه کارول شوي دي.
د چارواکو په وینا د دغو بریدونو له کبله یوازې خارکیف کې پر شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو برېښنا پرې شوې ده.
د اوکرایین د هوايي ځواک قومندانۍ ويلي، د روسیې له ۸۲ توغول شویو توغندیو او ډرونونو یې ۵۷ شنډ کړي، خو دفاعي سیستمونه یې د کېنژال په نوم تر غږ د چټکو توغندیو په تعقیب او شنډولو کې پاتې راغلي دي.
کېنژال توغندي د روسیې د مېګ جنګي الوتکو او یا د اېس-۳۰۰ لارښود سیستمونو په وسیله توغول کېږي.
خارکیف اوکرایین سره پولې ته څېرمه د اوکرایین تر ټولو ستر ښار دی. وروستیو اونیو کې پر دغه ښار بریدونه بیا ډېر شوي دي.
خارکیف ته پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې د توغندیو او هوايي بریدونو کې ډېر زیانونه اوښتي دي.
د وسلو کمښت د دې لامل شوی چې اوکراییني ځواکونه له ځینو سیمو شا ته شي.
اوکرایین سره د امریکا پوځي مرستې د ډونلډ ټرمپ ملاتړو ځنډولې دي.
جګړې ته یوازې وسلې نه، سړي هم په کار دي

د عکس سرچینه، REUTERS
اروپا کې د امریکا جګپوړي پوځي چارواکي جنرال کرېسټوفر کاولي تېره ورځ کانګرس ته وویل، چې د اوکراییني ځواکونو تجهیزات په خلاصېدو دي.
هغه زیاته کړه چې روسیه د اوکراییني ځواکونو د توپ د هرې ډزې په ځواب کې پنځه مرمۍ وروي او دغه توپیر ښايي ژر یو په لسه شي.
جنرال کاولي وویل "اوکرایین زموږ له ملاتړ پرته نشي بریالی کېدلی."
خو جګړې لپاره یوازې وسلې نه، سړي هم په کار دي او د اوکرایین پوځ له دې اړخه هم له فشار سره مخامخ دی.
د همدې اړتیا له مخې تازه د اوکرایین پارلمان له روسیې سره مقابلې لپاره د ځواکونو راټولو او منظمولو لپاره نوې کړنلارې تصویب کړې دي.
په دې تړاو له اوږدې مودې راهیسې بحثونه کېدل.
د دې مسودې له مخې چې د ولسمشر زېلېسکي لخوا له توشیح کېدو وروسته به په قانون واوړي، د هغو کسانو سزا سخته شوې چې له جګړې تښتي.
اوکرایین روانه میاشت پوځ کې د شمولیت عمر هم له ۲۷ نه ۲۵ ته راټیټ کړ.












