ولې د سړیو پرتله د ښځو د مثانې لاره ډېره میکروبي کېږي او څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ربکا تورن
- دنده, نړیواله روغتیا
تشناب ته ځئ او اړتیا لرئ چې ادرار وکړئ خو هېڅ هم نه کېږي. کله مو ورته فکر کړی چې دلیل به یې څه وي؟
کله چې میتیازې کوئ، د سوزش احساس کوئ؟ دا ټول د ادرار د انتان یا UTI نښې کېدای شي او دې سره بیا درد هم وي.
په ټوله نړۍ کې، هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیون کسان د ادرار د انتان ښکار کېږي.
که څه هم دا انتان پر نارینه وو، ښځو او ماشومانو اغېز کوي، خو په ښځو کې تر ټولو ډېر عام دی. په ټوله نړۍ کې نیمایي ښځې په خپل ژوند کې د ادرار انتان تجربه کوي.
د نړۍ د تر ټولو عامو انتاناتو له ډلې، لا هم پوښتنې پاتې دي چې څنګه کولای شو د انټي مایکروبي مقاومت په زیاتېدونکي نړۍ کې د ادرار د انتان درملنه مؤثره وساتو.
موږ له یو شمېر متخصصینو سره خبرې وکړې چې معلومه کړو پر څه باید پوه شو او څنګه یې مخنیوی وکړو.
د ادرار انتان څنګه رامنځته کېږي؟
UTI یا د ادرار انتان د میتیازو له لارې د مثانې، یا په ځینو جدي حالتونو کې د پښتورګو انتان دی.
دا اکثره د باکتریا له لارې رامنځته کېږي چې د ادرار د نل یا (urethra) له لارې دننه کېږي. ډېری وخت باکتریا د مقعد له شاوخوا سیمو څخه راځي.
ښځې او نجونې د UTI لپاره ډېرې حساسې دي، ځکه د دوی "یوریترا یا د ادرارو نل" د نارینه وو پرتله لنډ وي، چې باکتریا ته اسانه لار برابروي.
همدارنګه، له مینوپاز وروسته ښځې هم د UTI له خطر سره مخامخې وي، ځکه د هغوی استروجن هورمون کم شوی وي. دا هورمون عموماً د ښځینه تناسلي سیمې باکتریاوې په متوازن حالت ساتي، نو کمښت یې انتان ته زمینه برابرولی شي.
نښې یې څه دي؟
د UTI نښې له یوه تن نه بل ته توپیر کوي، خو د بریتانیا د ملي روغتیا ادارې (NHS) په وینا، ځینې عامې نښې یې دا دي:
- د میتیازو کولو پرمهال درد یا سوزش (dysuria)
- ناڅاپه یا د معمول پرتله زیات تشناب ته اړتیا
- خړې میتیازې
- په میتیازو کې وینه
- د ګېډې لاندې درد یا ملا درد، یوازې له پوښتیو لاندې درد
- لوړه تودوخه یا د تودوخې/سړو احساس او لړزېدل
ستړیا یا د کمزورتیا احساس
ډېر عمر لرونکي کسان د UTI له امله په خپل چلند کې بدلونونه تجربه کولای شي. لکه خپګان یا یو ډول د نارامۍ احساسول. په ماشومانو کې خوبځای کې میتیازې یا کانګې کول هم د UTI نښې کېدای شي.
ایا UTI په خپله له منځه ځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټره راج وینډر خاسریا، چې د لندن د وټنګټن روغتون په یوروجاینیکولوژۍ یا د ښځینه بولي نلونو څانګه کې مشاوره ده، وايي: "ځینو ښځو ته هېڅ اړتیا نه وي او د دوی معافیتي سیسټم به د UTI ستونزه حل کړي. او ځینو ښځو ته بیا انټي بیوټیک درملو ته اړتیا وي."
ولې ځینې ښځې له دې دواړو کټګوریو یوې ته راځي، لا هم په بشپړه توګه نه پوهېږو.
په هغه نړۍ کې چېرته چې د انټي مایکروبي مقاومت زیاتېږي، دا یوه مهمه پوښتنه ده چې څېړونکي پرې کار کوي.
UTI د هغو مشهورو ناروغیو څخه یوه ده چې د انټي بیوټیکو د نسخو ډېره برخه ورسره تړلې ده او داسې درملنې موندل چې انټي بیوټیک ته اړتیا ونه لري، یو مهم هدف دی.
ډاکټر کترین کینان د ختیځې افریقا په هېوادونو لکه تنزانیا، کینیا او یوګانډا کې د درملو مقاومت لرونکي UTI باندې څېړنه کړې ده.
له هغو کسانو چې کلینیک ته راغلي او د هغوی میتیازې د ازموینې لپاره لېږل شوې وې، شاوخوا نیمایي یې د څو درملو مقاومت لرونکي انتانات درلودل.
شرم او تابو هم ښځې له دې منع کوي چې خپلې نښې نښانې له دوستانو سره شریکې کړي یا اړینه درملنه ترلاسه کړي.
ډاکټر کینان وايي:
"هغوی به ځانونه پټول، ځکه یې فکر کاوه نښې به یې بربنډې کړي، یا داسې فکر یې کاوه چې شاید د جنسي انتاناتو پورې تړاو لري، یا دا یې له خپل شریک څخه نیولې او په دې معنا چې شریک یې خیانت کوي یا دې ته ورته کوم څه."
"موږ داسې کسان ولیدل چې ویل یې: 'زه نه پوهېږم زما بدن سره څه دي، زه یوازې ناروغه شوې یم.' دوی په رښتیا د دې ډول شرم او د ناهیلۍ احساس څرګند کړ."
د نړیوالو ناروغیو د مطالعاتو په وینا، د UTI درلودونکو له ۵۰٪ څخه زیات ناروغان د رواني ستونزو لکه اضطراب او خپګان سره مخامخ کېږي.
ایا UTI ساري ده؟
که څه هم UTI د انتاني ناروغۍ په توګه طبقه بندي شوې، خو ساري نه ده او د جنسي انتاناتو ناروغي هم نه ده.
خو جنسي اړیکه کولی شي د UTI خطر زیات کړي، ځکه باکتریا له مقعد څخه یوریترا ته انتقالېږي.
NHS سپارښتنه کوي چې له جنسي اړیکې وروسته ژر میتیازې وکړئ، ځکه هغه باکتریا چې یوریترا ته رسېدلې وي، باید ووځي.
په هغو حالتونو کې چې UTI بیا بیا رامنځته کېږي، ډاکټران ممکن داسې انټيبیوټیک تجویز کړي چې تاسو یې سملاسي له جنسي اړیکې وروسته وخورئ.
UTI څنګه تشخیص کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د UTI د تشخیص لپاره "طلایي معیار" د منځنۍ برخې د میتیازو کلچر ازموینه ده. د ناروغ د میتیازو نمونه لابراتوار ته لېږل کېږي، چېرې چې باکتریا په کلچر پلیټ کې وده کوي.
د دې نتیجې پر اساس، ډاکټر کولی شي معلومه کړي چې کوم انټي بیوټیک- که اړتیا وي، د ناروغ د درملنې لپاره غوره دی.
خو ځینې متخصصین خبرداری ورکوي چې د UTI کلچر ازموینې زړې شوې دي او ډاکټران باید د ناروغ نښې نښانې او طبي بګرونډ هم په پام کې ونیسي.
د میتیازو کلچر ازموینه په ۱۹۵۰مو کلونو کې د ساینسپوه ایډورډ کاس لخوا جوړه شوې وه. د هغو معلوماتو پر بنسټ یې دا ازموینه رامنځته کړه چې هغه د میندواره ښځو د پښتورګو انتان یا (pyelonephritis) په اړه ترلاسه کړي و.
ډاکټر خاسریا وايي:
"موږ هماغه معیار واخیست او د هغو ښځو لپاره هم وکاراوه چې میندواره نه وې، د ټولو عمرونو ښځې، نارینه، ماشومان، ځوانان او هر ډول خلک."
که تاسو شک لرئ چې UTI لرئ، نو باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.
د UTI د بیا راګرځېدو مخنیوی څنګه وکړای شو؟
احتمال شته چې ۲۵٪ ښځې چې لږ تر لږه یو UTI تجربه کړي، بیا بیا یې تجربه کړي: لږ تر لږه دوه په شپږو میاشتو کې، یا درې په کال کې. ډېرې ښځې بار بار پرې اخته کېدای شي.
که څه هم ځینې شواهد ښيي چې د کرینبیري استخراج (cranberry extract) ممکن تندرستو، نا میندوارو ښځو کې د بیا راګرځېدونکي UTI مخنیوي کې مرسته وکړي، خو نورې څېړنې هېڅ ګټه نه ښيي.
د UTI د مخنیوي لپاره، NHS خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته مشوره ورکوي چې:
- تشناب ته د تللو پر مهال د مخې له خوا شا ته ځان پاک کړئ
- د تناسلي سیمې پاکوالی او وچوالی وساتئ
- کافي مایعات، په ځانګړي توګه اوبه وڅښي، چې په ورځ کې منظم تشناب ته ولاړ شئ او د تندې احساس ونه کړئ
- له جنسي اړیکې وړاندې او وروسته د مهبل ( د ښځو تناسلي اله) چارچاپېره په اوبو ووینځئ
- له جنسي اړیکې وروسته هر څومره ژر چې ممکن وي میتیازې وکړئ
- که د ماشوم یا د بې اختیاره میتیازو پډ ککړ شوی وي، سملاسي یې بدل کړئ
- نخي یا پنبهيي نیکرونه واغوندئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلینډ د روغتیا او پاملرنې د غوره والي ملي انسټیټیوټ NICE سپارښتنه دا ده چې د ښځو لپاره د UTI بیا بیا پېښېدو د مخنیوي لپاره ورځنۍ، د ټېټې اندازه انټي بیوټیکونو خوړل یو اختیار دی.
نورې لارې هم شاملې دي لکه مهبل کې استروجن استعمالول او میتینامین هیپوریټ (Methenamine Hippurate یو داسې درمل دی چې د میتیازو لپاره انټيسیپټیک اثر لري او انټي بیوټیک نه دی).
مزمن یا اوږدمهاله UTI څه دی؟
د بیا راګرځېدونکي UTI تر څنګ، د مزمن UTI په اړه هم زیات پوهاوی رامنځته شوی – چې ځینې وختونه ورته اوږدمهاله UTI هم ویل کېږي – په دې حالت کې خلک د UTI نښې نښانې هره ورځ تجربه کوي.
څېړنو ښودلې چې په ځینو مواردو کې باکتریا کولای شي د مثانې داخلي پوښ ته ورننوځي او د بدن په حجرو کې پټ شي.
باکتریا د مثانې پر دېوال هم ځان نښلولی شي او د محافظتي خولې (biofilm) لاندې پټ شي، چې له دې لارې د بدن له معافیتي ځواب او انټي بیوټیک ځان وژغوري.
ډاکټره خاسریا او نور څېړونکي غواړي پوه شي چې څوک او ولې د بیا راګرځېدونکي یا مزمن UTI ښکار کېږي.
هغه وايي: "موږ فکر کوو ډېر معلومات لاهم نه شته، ځکه د UTI په اړه کافي څېړنه نه ده شوې. د ښځو د روغتیا په اړه هم کافي څېړنه نه ده شوې."








