تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه ۱۴ کلنه نجلۍ څنګه د ټولې نړۍ د زرغونولو هوډ لري؟
- Author, ماري اسوکاریري
- دنده, خبریاله
د کینیا یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د ځمکې د ژغورلو لپاره د خپلو هڅو له امله نړیوال شهرت موندلی دی.
ایلیانا وانجیکو کلېسټن څلور کلنه وه چې د کینیا د تر ټولو مشهورې نیالګي کېنوونکې او د نوبل جایزې ګټونکې پروفیسرې وانګاري ماتای له فعالیتونو یې الهام واخیست او دې هم هوډ وکړ چې نړۍ به په ونو زرغونه کوي.
هغې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د بریتانیا پاچا چارلز سره لیدلي او په دې ترڅ کې د 'ګرامي' جایزې له ګټونکي میجي البي او د فوټبال پخواني ستوري لوبغاړي ډېوېډ بېکم سره په کمپاین کې یو ځای شوې ده.
ایلیانا وايي، "ما په وړکتون کې د هغو خلکو په اړه پر یوه پروژه کار کاوه چې په نړۍ کې یې یو بدلون راوستلی وي، لکه مارټن لوتر کېنګ، نېلسن منډېلا او فلورانس نایټینګېل."
ایلیانا له بيبيسي سره په خبرو کې وویل چې، "د دوی تر منځ کینیايۍ وانګاري ماتای هم وه چې ما ته یې الهام راکړ. هغې په خپله ټولنه کې میلیونونه ونې لکې کړې او په دې اړه یې پوهاوی عام کړ چې د نیالګیو کښت څومره ګټور ثابتېدلی او یوه هېواد او لویې وچې ته وده ورکولای شي."
پروفیسرې وانګاري ماتای د دې لپاره کمپاین وکړ چې مېرمنې، په ځانګړې توګه د کلو، بانډو ښځې د نیالګیو په کېنولو سره د سون توکو سرچینې رامنځته کولای، د ځنګلونو له منځه تلو او پر دښتو د زرغونو سیمو د اوښتو مخه نیولی او د چاپېریال په وده کې مهم رول لوبولی شي.
هغه په ۲۰۰۴ کې لومړنۍ تور پوستې افریقایۍ شوه چې د نوبل سولې جایزه یې وګټله. دا لومړنۍ "زرغونه" نوبل جایزه هم بلل کېږي.
اغلې ماتای په ۱۹۷۷ کې "د ګرین بېلټ مومنټ" یا (د زرغون کمربند خوځښت) رامنځته کړ.
د اټکل له مخې له دې کاله تر ۲۰۱۱ یعني د هغې تر مړینې پورې اغلې ماتای په ټوله کینیا کې ۴۵ میلیونه ونې ولګولې.
نو ۱۴ کلنې ایلیانا پرېکړه وکړه چې د هغې پر پله پل کېږدي او لاره یې تعقیب کړي.
خپلې مور 'ډوروتي' ته یې کیسه وکړه چې له اغلې ماتای یې څه درس اخیستی دی.
مور یې چې د پروفیسرې ماتای له کیسې او د یوې سیاسي فعالې په توګه د هغې له هغو فعالیتونو هم خبره وه چې څنګه یې د کینیا د ولسمشر 'ډينیل ارپ موی' رژيم ننګولی و، هڅه وکړه چې خپله لور له دې چارې راوګرځوي.
ایلیانا وايي، "ما ورته وویل چې زه بس همدومره غواړم چې د پروفیسرې ماتای په څېر شم. خو هغه خبره وه چې اغلې ماتای څنګه ځورول شوې، وهل ټکول شوې او زنداني کړای شوې وه. نو ځکه یې راته نه کړل او ویې ویل چې غوره به دا وي چې ته وکیله او یا هم ډاکټره شې او بیا هارورډ پوهنتون کې زدکړې وکړې."
بلاخره مور یې د خپلې وړې لورکۍ د ارمان په مخکې خنډ نه شوه او رضا شوه چې دا د خپلې "اتلې" لار وپالي.
"د لیمو او نارنج زړي مې کرل"
ایلیانا وايي، "زما په زړه دي چې هغو وختونو کې به مې چې نارنج یا لیمو وخوړ نو تخم به مې راواخیست، په خاورو کې به مې وکاره، هغه به راوټوکېده او وده به یې پیل کړه."
ایلیانا زیاتوي، "څه مې چې کول خوښېدل مې او د لا ډېرو زړو کرلو ته مې دوام ورکړ."
دې کار هغه وهڅوله چې د ونو بوټو تر شا شته ساینس زده کړي.
اغلې ایلیانا وايي، "د کینیا د ځنګلونو څېړنیز مرکز کې کارکوونکې ډاکټرې جین نجوګونا د نباتاتو د ډولونو په اړه معلومات راکړل چې کوم بوټی یا ونه په څه ډول ځمکه کې، په کوم وخت کې او د څه ډول وسایلو په مرسته باید وکرل شي چې ښه وده وکړي."
ایلیانا د خپلې کورنۍ په مرسته د 'چېلډرن وېت نېچر' یا (ماشومان له طبعیت سره) په نوم په ۲۰۱۷ کې یو بنسټ رامنځته کړ.
ایلیانا وايي چې د همدغه بنسټ په مرسته "زه غواړم ماشومانو ته زدکړه ورکړم. له دوی یې ځينې نه پوهېږي چې د خپل چاپېریال په بدلولو کې څومره مهم رول لوبولی شي."
دا زیاتوي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې په خپل لاس ۲۵۰ زره نیالګي کېنولي دي او د ونو د مینه والو یوه "ټولنه" یې هم جوړه کړې چې پر کینیا سربېره نورو سیمو کې هم کار کوي او دې ټولنې په ګډه تر اوسه پورې ۱.۳ میلیونه ونې لګولې دي.
ایلیانا وايي، "ما په هغو ټولو هېوادونو کې نیالګي لک کړي چې ورغلې یم، لکه یوګاناډ، پولنډ، بریتانیا، د امریکا کراټر جهیل ته څېرمه، زمبابوې، مراکش او زامبیا کې. خو تر ټولو ډېر نیالګي مې دلته په کینیا کې کېنولي دي."
خو له تېرو درو کلونو راهیسې ایلیانا ونو لګولو ته ځکه نه ده ور اوزګاره شوې چې اوس له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره پر ځینو نورو کمپاینونو بوخته ده.
هغه وايي، "د یوې ماشومې په توګه زه د خپلو سفرونو لپاره د ټېکټونو پیسې نه لرم خو بیا هم کمپاینونو ته ورځم. زه معمولاً د سفر لپاره تمویلوونکي پيدا کوم، هغوی د سفر په برخه کې همکاري او اسانچاري راته کوي."
خو له دې نړیوالو کمپاینونو او بوختیاو سره هغه ښوونځي او زدکړو ته څنګه وخت باسي؟
۱۴ کلنه ایلیانا وايي، "د ښوونځي درسونه ما ته ډېر اسان دي او زه ډېرې ښې نمرې پکې لرم. زه پر خپل ځان ویاړم او مور مې هم په ما فخر کوي."
په نړیوالو غونډو کې ګډون او راتلونکي ته هوډ
ایلیانا په ۲۰۲۳ کې په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون اړوند غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې د بریتانیا شاهي کورنۍ سره ولیدل. په غونډه کې یې وینا هم وکړه او د ولاړو اوبو له کبله پیدا کېدونکې ناروغۍ 'ملاریا' سره یې د اقلیمي بدلون پر تړاو خبرې وکړې.
د نړۍ له ځينو نورو ماشومانو سره د چاپېریال، طبیعت او ځنګلونو د ژغورلو په اړه په یوه تلویزوني مستند کې هم راڅرګنده شوې چې د 'سکای نیوز' لخوا چمتو شوی او پر ژوو د اقلیمي بدلون اغېز ته کتنه پکې شوې ده.
دغه مستند اوس 'وایلډسکرین پانډا' جایزې ته هم نومول شوی دی.
ایلیانا بيبيسي ته وویل چې د نورو بوختیاو او د اقلیم اړوند کمپاینونو تر څنګ لا هم د نیالګیو کېنولو ته ژمنه ده او کار به ورته کوي.
دا زیاتوي، "زما تر ټولو لوی ارمان دا دی چې د افریقا په زرغون کمربند کې ونې لکې کړم. د سهارا دښتې د پراخېدو د مخینوي لپاره هلته د سينیګال له لویدیځه د جیبوتي تر خیتځه پورې نیالګي کېنوم."
هغه همدا راز غواړي چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې په غونډه نړۍ کې یو تریلیون نیالګي کېنوي او دا باوري ده چې دا هیله پوره کولای شي.
ایلیانا زیاتوي، "زه له دې فکر سره رالویه شوې یم چې هر څه ممکن دي، په ځانګړي ډول د یوې ځوانې نجلۍ په توګه ما ته."