تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کينيا کې د هوا ککړتيا مخنيوی لپاره نوې لارې لټوي
په افریقا کې د خلکو تګ راتګ لپاره د موټرسایکل ټکسۍ ډېرې مهمې دي. شمېر یې هم میلیونونو ته رسېږي. خو دغه آلې په پټرولو چلېږي او چاپیریال ککړوي.
د کینیا نایروبي یو له هغو ښارونو دی چې له وړاندې لا پکې د هوا ککړوالي کچه تر هغې پورته ده چې خوندي بلل کېږي.
یو حل دا دی چې دغه ټکسۍ برقي شي. همدې لپاره په کینیا کې نوې کمپنۍ جوړې شوې دي. ټولې هڅې کوي چې ارازانه او برقي ټکسۍ جوړې کړي.