تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تهران میټرو کې 'بېهوښه' شوې نجلۍ؛ د المان وزیرې دا د نه منلو وړ پېښه بللې
هغه شپاړلس کلنه ایرانۍ نجلۍ لا هم روغتون کې د کوما په حالت کې بستري ده چې فعالان وایي ایراني پولیسو د حجاب نه لرلو له امله وهلې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، له دې نجلۍ سره د ایراني پولیسو دا وړ چلن د زغملو نه دی.
انالینا برباک په X (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې "یو ځل بیا په ایران کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل ژوند لپاره جګړه کوي ځکه چې ویښتان یې ښکاره شوي. دا وايي "دا د زغم وړ نه ده."
دا زده کوونکې د تېرې یکشنبې پر ورځ د تهران د شهدا میټرو سټیشن کې میټرو ته پورته کېدو سره سم بې هوښه شوې وه او اوس د هوايي ځواکونو "فجر" نومي روغتون کې بستر ده.
ویل کېږي هغه روغتون کې تر جدي څار لاندې او په کوما حالت کې ده.
"ایرنا" خبري اژانس د دې پېښې ویډیو خپره کړې. د تهران د میټرو یا ځمکې لاندې ریل ګاډي مشر مسعود درستي وايي دا نجلې ښايي د ویني فشار ټیټېدو له امله بې هوښه شوې وي.
خو دا چې ریل ګاډي کې دننه څه پېښ شوي ، د هغې په اړه ویډیو نشته.
د مهسا امیني د پېښې تکرار
ایرنا خبري اژانس د دې نجلۍ د مور او پلار مرکه هم خپره کړې ده. مور یې چې په ځنډ او کراره یې خبرې کولې وویل، فکر کوي د لور فشار یې ټیټ شوی. بیا وايي "نه پوهېږم څه.. " بیا وايي ورته ویل شوي چې د فشار ټیټېدو له امله یې لور لوېدلې او سر یې د میټرو پر ژۍ/غاړه لګېدلی.
د ایران حکومت مخالفینو او فعالانو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو پر ایکس بیا خپرې کړي. دوی دا د مهسا امیني له پېښې سره ورته بللې ده. مهسا هغه نجلۍ وه چې پرووسږکال د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
پولیسو ویلي وو هغې سم حجاب نه و مراعات کړی. کورنۍ یې وايي هغه د پولیسو د وهلو له امله مړه شوې، خو پولیس دا ردوي.
د ایران حکومت ضد یوه انټرنېټي سایټ "هنګاو" لیکلي چې په دې تازه پېښه کې د حجاب څار لپاره ځانګړو پولیسو دا نجلۍ وهلې ده او اوس په کوما حالت کې ده، خو د ایران د میټرو مشر ویلي هلته د وهلو ټکولو پېښه نه ده شوې.
د هغه روغتون شاوخوا کې چې دا نجلۍ په کې بستر ده، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د یوې ځايي ورځپاڼې خبریال وروسته له هغه د څو ساعتونو لپاره ونیول شو چې د هوايي ځواک روغتون ته د رپوټ جوړولو لپاره ورغلی و.
ایران کې د هغو دوه خبریالانو محاکمه لا هم روانه ده چې د مهسا امیني په اړه یې رپوټ جوړ کړی و او د هغې له مور او پلار سره یې مرکه کړې وه.
د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران لر او بر کې حکومت ضد پراخ بې سارې لاریونونه پيل شول.
دا لاریونونه چې تر ډېره د ښځو ونډه په کې پراخه وه د حکومت له خوا سخټ وځپل شو او په ترڅ کې یې څه د پاسه پنځه سوه کسان ووژل شول. زرګونه نور ټپيان او یا زندان ته واچول شول.