یو محصل له ۸ هېوادونو پر بایسکل تېر شو او د نیکه او انا تر کوره سفر یې بشپړ کړ

    • Author, کاتي پریکیټ او کونور بینیټ
    • دنده, بي بي سي

د ایټالیا یوه محصل په انګلستان کې د خپل نیکه او انا تر کوره پر بایسکل ۱۵۰۰ کیلومتره مزل بشپړ کړ. ۲۰ کلن کلاوډیو بارشیسي دا واټن په ۱۵ ورځو کې وواهه.

دی د اروپا له اتو هېوادونو تېر شو او بالاخره د انګلستان په بارو سوفوک کې د نیکه او انا کور ته ورسېد. نوموړي په لومړي سر کې غوښتل د هر کیلومتر په اوږدو کې یوه یورو د خیریه کارونو لپاره د بسپنې په توګه ومومي، خو تر اوسه یې ۳۶۷۸ یورو بسپنه ټوله کړې.

نوموړی وايي: ''دا یو ستر سفر و.''

نوموړی وايي، د ایټالیا سرطان څېړنیزې ادارې اې ای ار سي لپاره یې د بسپنې ټولولو له هدف وروسته تر دوو میاشتو پورې هره ورځ د بایسکل چلولو تمرینات کول.

ښاغلی بارشیسي چې مور یې انګریزه ده، د دې سفر په ترڅ کې له نېدرلنډه تر انګلستانه په بېړۍ کې ورسېد او د نیکه تر کوره یې پاتې مزل پر بایسکل بشپړ کړ.

د اقتصاد پوهنتون دا محصل وايي، تمه یې نه کوله چې دومره ډېره مرسته به ترلاسه کړي.

دی وايي:'' د خپل لومړني هدف له ترلاسه کولو وروسته مې تمه نه کوله، چې دومره ګڼ شمېر خلک به مې ملاتړ وکړي او مرسته به راسره وکړي.''

د نوموړي انا پاټ سټوټین په دې هکله وویل: ''په خپل ټول ژوند کې مې تر دې زیات ویاړ نه دی په برخه شوی.''