د بایسکل نړیواله ورځ؛ 'د تېلو کړکېچ کې مې بایسکل خلک وژغورل'

د بایسکل نړیواله ورځ؛ 'د تېلو کړکېچ کې مې بایسکل خلک وژغورل'

د تېلو د بیو لوړوالي او ګڼ خلک د ګاډو چلولو پرځای له بایسکل د ګټې اخیستو ته اړایستل. ګنګاراتنم کنډیپن شري لنکا شمال کې یو جراح دی چې د هېواد اقتصادي کړکېچ کې یې بایسکل چلولو ته مخه کړه.

که څه هم د پیټرولو او ډیزلو د کمښت کړکېچ بېرته عادي حالت ته ستون شو، خو نوموړي پر بایسکل خپل کار ته د تللو دوام ورکړ.‌