تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مالیزیایۍ جوړه له افغانستان تر ایرانه پر بایسکل سفر کوي
د افغانستان بایسکل ځغلونې فدراسیون ویلي، یوه مالیزیايۍ جوړه چې له خپل هېواده تر کابله پر بایسکل راغلي، ایران ته پر بایسکل د سفر کولو هوډ لري.
دغه جوړه څو ورځې وړاندې د افغانستان له شمالي حیرتان بندر له لارې بلخ ولایت ته راغلې وه.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون عمومي منشي عصمت الله امانزي بي بي سي ته وویل، دغه کسان به د امنیتي اندېښنو له کبله له کابله تر هراته هوايي سفر ولري.
دی وايي، د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د امنیتي اندېښنو له کبله دغې جوړې ته د ځمکې له لارې لوېدیځ هرات ولایت ته پر بایسکل د سفر کولو اجازه ورنه کړه.
د نوموړي په خبره، په پام کې ده چې دغې مالیزیایۍ جوړې ته له هرات ښاره د ایران تر دوغارون پورې پر بایسکل د سفر کولو زمینه او اسانتیاوې برابرې شي.
د هغه په خبره، یاد مالیزیایی سړی د سولې په پلمه غواړي د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته ''په سوله کې د مسلمانانو رول'' په نامه پیغام ورسوي.
د امانزي په وینا، دا جوړه به له ایرانه سعودي عربستان ته سفر وکړي.
دواړه دا مهال کابل کې د ایران وېزو ته په تمه دي.