مالیزیایۍ جوړه له افغانستان تر ایرانه پر بایسکل سفر کوي

د ویډیو تشریح، يوه جوړه غواړي پر بايسکل حج ته لاړ شي

د افغانستان بایسکل ځغلونې فدراسیون ویلي، یوه مالیزیايۍ جوړه چې له خپل هېواده تر کابله پر بایسکل راغلي، ایران ته پر بایسکل د سفر کولو هوډ لري.

دغه جوړه څو ورځې وړاندې د افغانستان له شمالي حیرتان بندر له لارې بلخ ولایت ته راغلې وه.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون عمومي منشي عصمت الله امانزي بي بي سي ته وویل، دغه کسان به د امنیتي اندېښنو له کبله له کابله تر هراته هوايي سفر ولري.

دی وايي، د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د امنیتي اندېښنو له کبله دغې جوړې ته د ځمکې له لارې لوېدیځ هرات ولایت ته پر بایسکل د سفر کولو اجازه ورنه کړه.

مالیزیایۍ جوړه
د عکس تشریح، دغه جوړه دا مهال کابل کې د ایران وېزو ته په تمه ده
مالیزیایی
د عکس تشریح، له ایران وروسته دوی عربستان ته ځي

د نوموړي په خبره، په پام کې ده چې دغې مالیزیایۍ جوړې ته له هرات ښاره د ایران تر دوغارون پورې پر بایسکل د سفر کولو زمینه او اسانتیاوې برابرې شي.

د هغه په خبره، یاد مالیزیایی سړی د سولې په پلمه غواړي د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته ''په سوله کې د مسلمانانو رول'' په نامه پیغام ورسوي.

د ویډیو تشریح، د غزې بايسکل ځغلوونکې مېرمن

د امانزي په وینا، دا جوړه به له ایرانه سعودي عربستان ته سفر وکړي.

دواړه دا مهال کابل کې د ایران وېزو ته په تمه دي.

مالیزیایی
د عکس تشریح، یاد مالیزیایی سړی د سولې په پلمه غواړي د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته ''په سوله کې د مسلمانانو رول'' په نامه پیغام ورسوي.