تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۰۰ ښځې: د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د یوې افغانې انځورګري
- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بي بي سي لندن
حفیظه محمدي د افغانستان په شمال مزار شریف ښار کې اوسېږي. د ښوونځي له نهم ټولګي یې نقاشي زده کول په رسمي او مسلکي ډول پیل کړي او له لسو کلونو راهیسې پر نقاشۍ بوخته ده.
دا وايي، هنر یې نقاشي ده خو کار د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کوي.
کار له هغې ټولنې الهام اخیستی، چې دا په کې اوسېږي، خو اصلي مخه یې په دودیزه ټولنه کې د ښځو پروړاندې د ښځو رول لوبول دي.
حفیظه محمدي وايي، له کاره تر کوره پر بایسکل ځي او هڅه کوي، د ښار په غورېږ کې پر واټونو د خپلو ستړیو ښاریانو ستړي انځورونه نقاشي کړي.
د دوی کړاوونه د انځور په ژبه په ډاګه کوي.
اغلې محمدي په وزګار وخت کې ډېرکله له ښځو سره غږېږي او غواړي چې د هغوی خبرې واوري او د ژوند څرنګوالی یې وویني.
دا وايي، له ښځو سره ژوره اړیکه جوړول غواړي او غواړي چې د دوی کیسې د انځور په ژبه بیان کړي.
دا وايي، ځینې وخت له هغو ښځو سره د "زړه خواله" کوي، چې په لاسونو کې څیزونه پلوري او ځینې وخت له سوالګرو ښځو او ماشومانو سره کښېني او د هغوی د تنګ لاسۍ انځور د هنر په ژبه روښانه کوي.
د حفیظه محمدي د دوستۍ او احساس حس تر ډېره د هغې د نقاشۍ په هنر کې ځای پرځای شوی دی. دا وايي هیله لري د خپل ولس دردونه او د ښځو له خوا د تاوتریخوالي زغمل د انځورګرۍ له لارې وښيي.
دا وايي: "پوهېږم چې لاهم یوه ریښتینې هنرمنده نه یم او کارونه مې لاهم ستونزې لري، خو دا چې کولای شم د خپلو خلکو او ملت درد په دې توګه بیان کړم، خوشحاله یم."
دا زیاتوي: "په افغانستان کې د هنر لپاره کار کول د ښځو لپاره د هر بل کار په څېر ګران او ستونزمن دي. په پیل کې ډېر خنډونه وو، پلار او تره مې زما له غوراوي سره ټینګ مخالفت کاوه. ویل یې نقاشي ګټه نه لري، خو د استادانو او ملګرو په همکارۍ مې خپلو نقاشیو او هنري کار ته دوام ورکړ."
دا وايي، له ډېرو کړاوونو ګاللو وروسته دې ځای ته رسېدلې ده. یوه موده یې د اقتصادي ستونزو له کبله له نقاشۍ لاس اخیستی و، خو وايي "اوس خوشحاله" ده چې کار ته دوام ورکوي او له مقاومت وروسته یې د خپل پلار ملاتړ هم خپل کړی دی.
اغلې محمدي له یوه نارینه استاده نقاشي په مسلکي ډول زده کړې ده، خو ډېرې داسې ښځې او نجونې شته چې د خپلې خوښې هنرونه په مسلکي ډول زده کړي، خو د افغانستان دودیزه ټولنه یې د زده کړې هغو مرکزونو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، چې نارینه استادان په کې تدریس کوي.
دا وايي، تر اوسه یې هڅه کړې چې د ښځو ستونزې انځور کړي، خو اوس غواړي چې د ستونزو د حل لارې موندلو لپاره لاس په کار شي.
دا غواړي هغو ښځو ته د نقاشۍ هنر ورزده کړي، چې له کورونو بهر د زده کړې مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.