د اسرائیلو له بنده ازاده شوې فلسطیني زندانۍ "عهد تمیمي" څوک ده؟

عهد تمیمي چې د خپلو فعالیتونو له امله د ځینو له خوا ستایل کېږي، خو یو شمېر نور یې بیا د پروپاګند وسیله یادوي، یوه له هغو ۳۰ فلسطیني زندانیانو ده چې د یرغمل کسانو په تړاو د اسرائیل او حماس تر منځ هوکړې په پایله کې ازاده شوې.

د اسرائیلو حیفا ښار ته څېرمه له دامون زندانه له ازادېدو او لویدیځې غاړې ته له بېرته راستنېدو وروسته یې له خپلې مور سره اخیستل شوي عکسونه پر خواله رسنیو ډېر خپاره شول.

۲۲ کلنه عهد تمیمي د نومبر په لومړیو کې پر انسټګرام د یوه پوسټ خپرولو له امله ونیول شوه چې، کورنۍ یې وايي‌ د هغې له خوا نه دی خپور شوی.

هغه لیکنه چې په تور یې عهد تمیمي نیول شوې وه اوس پاک شوی او د هغې په نوم او عکس جوړ شوی انسټګرام اکونټ هم له منځه تللی دی.

اسرائیلي رسنیو رپوټونه ورکړي و، چې نوموړې په هغه پوسټ کې د یهودانو د "وژنې" ګواښ کړی و، خو مور یې وايي چې هغه اکونټ یې د لور نه دی.

د عهد مور نریمان تمیمي د هغې د نیول کېدو پر مهال اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي و: "خواله رسنیو کې مې د لور په نامه زیات اکونټونه جوړ شوي چې په هغې پورې هېڅ تړاو نه لري."

عهد تمیمي ولې ډېره وپېژندل شوه؟

عهد تمیمي په پېغلتوب کې د اسرائیلو پر وړاندې د مقاومت سمبول په توګه یاده شوې.

په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال چې عهد ۱۴ کلنه وه یو اسرائیلي‌ سرتېری غوښتل د نوموړې ورور ونیسي، خو هغه یې مخې ته ورغله، د اسرائیلي سرتېری په لاس یې خوله ولګوله او خپل ورور یې ترې راخلاص کړ، دا انځور یې بیا پر خواله رسنیو خپور شو.

دوه کاله وروسته په ۲۰۱۷ کال کې یې یوه ویډیو خپره شوه، چې د لویدیځې غاړې د اشغال پر وړاندې د لاریونونو په ترڅ کې اسرائیلي سرتیری په څپېړه وهي او بل په لغته له ځانه لیري کوي.

دا ویډیو یې پر خواله رسنیو ډېره مشهوره شوه. دغه ویډیو یې مور ثبت کړې وه او پر خپله فسبوک پاڼه یې خپره کړې وه.

په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې عهد یو اسرائیلی سرتېری په څپېړه وهي، بل په لغته له ځانه لیري‌ کوي او دریم په سوک ګواښي.

پر همې ورځ یی د شپې اسرائیلي پوځ پر کور چاپه ووهله او هغه یی ونیوله، د نیول کېدو ویډیو یې د اسرائیلي ځواکونو له خوا ثبت شوې وه. مور یې هم هغه مهال ونیول شوه چې،‌ د خپلې لور د نیول کېدو په تړاو اسرائیلي پولیسو ته ورغلې وه.

عهد تمیمي له نیول کېدو وروسته د وهلو ټکولو په تور په اته میاشتې بند محکومه شوه.

پلار یې باسم تمیمي هم یو پېژندل شوی فلسطیني فعال دی وايي، کله چی په ۲۰۱۷ کال کې اسرائیلي سرتېرو عهد تمیمي ونیوله او ویډیو یې پر خواله رسنیو خپره شوه، اسرائیلي پوځیانو اوښکې بهوونکي ګاز ور وشیندل او د کور کړکۍ یې ورماتې کړې.

عهد تمیمي اته میاشتې په زندان کې پاتې شوې وه.

کله چې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې له زندانه زاده شوه او بېرته خپل ټاټوبي ته راستنه شوه، د پلویانو له خوا یې تود هرکلی وشو.

هغې د خپلو پلویانو په ګڼه ګوڼه کې وویل: " د اشغال شویو سیمو تر ازادېدو به زمونږ مقاومت دوام ولري."

نوموړې له بنده د ازادېدو وروسته رسنیو سره خبرو کې وویل چې، پرېکړه یې کړې چې حقوق برخه کې زدکړې وکړي او له دې لارې اشغالګر ځواب ویلو ته اړ کړي."

"تحریکوونکي کارونه"

د ډېرو فلسطینیانو په اند، عهد یوه اتله ده. یوه ډله خلک هغه د هالیووډ د سینما د کوچنۍ اداکارې "شرلي تمپل" یادوي او وايي،‌ د فلسطین د تبلیغاتي صحنې ستورې ده.

د ۲۰۱۷ کال پېښې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د نظر اختلافات راوپارول.

ډېر اسرائیلیان وايي، د عهد تیمي کورنۍ له کلونو راهیسې له هغې ناوړه ګټه پورته کوي. دوی د هغې پر کورنۍ تور لګوي چې د ویډیو ثبتولو لپاره خپله لور د اسرائیلي سرتېرو پر ضد هڅوي.

د عهد مور هم په برید او خواله رسنیو کې په هڅونې تورنه ده. او د نور په نامه یی د خاله زوی هم چې د ۲۰۱۷ کال په پېښه کې ورسره و په برید تورن دی.

د اسرائیلو مخکني لومړي وزیر نفتالي بنت ویلي: "د نور او عهمد حق دی چې د ټول عمر لپاره په زندان کې پاتې شي."

عهد تمیمي چې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو پر وړاندې په مېړانه درېدلې او مبارزه یې کړې، فلسطینیانو لپاره ملي‌ اتله او سمبول دی.